د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اګلنډ په کابل او کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره په لیدنو کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زدهکړو د بېرته پیل غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د زدهکړو پر دوامدار بندیز سره د هېواد اړین بشري ځواک په تدریجي ډول کمزوری کېږي.
اګلنډ د پنجشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل چې هر کال زرګونه ښځینه ښوونکې او د روغتیا په برخه کې ښځینه کارکوونکې د افغانستان له کاري بازار څخه وځي، په داسې حال کې چې د هغوی د ځای ناستې لپاره نوي فارغان نه روزل کېږي.
هغه دغه وضعیت د افغانستان لپاره «جدي اندېښنه» بللې او ویلي یې دي چې د ناروې د کډوالو شورا به د افغانستان له دودونو سره سم، په ټولو کچو کې د ښځو او نجونو د زدهکړو د بېرته پیل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
اګلنډ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال په کابل او کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره لیدلي دي. هغه له بهرنیو دیپلوماتانو او استازو هم غوښتي چې افغانستان ته بېرته ستانه شي او له مرستندویه بنسټونو سره یوځای د اړمنو خلکو لپاره د مرستو د زیاتولو او د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره هڅې وکړي.
هغه ټینګار کړی: «تاسو دا کار له بهر څخه نه شئ کولای.»
د اګلنډ غوښتنه په داسې مهال مطرح کېږي چې طالبان، له کورنیو او نړیوالو پراخو غوښتنو سره سره، لا هم د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو اجازه نه ورکوي.
طالبان وايي، پر ښځو لګېدلي محدودیتونه د دوی په باور له شریعت او د افغانستان له کلتور سره سمون لري او بهرني هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د ښځو پر زدهکړو محدودیتونه په وروستیو کلونو کې په روغتیايي برخه کې مسلکي زدهکړو ته هم غځېدلي دي. طالبانو د ښځو پر مخ د طب او نرسنګ د زدهکړو مرکزونه تړلي، چې له امله یې د افغانستان د راتلونکي ښځینه روغتیايي ځواک په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د اګلنډ خبرداری یوازې د زدهکړو له محرومیت سره تړاو نه لري؛ هغه د دې تګلارې مستقیم اغېز پر کاري بازار هم په ګوته کوي. د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو تدریجي وتل، په داسې حال کې چې د هغوی د ځای ناستې لپاره نوی مسلکي ځواک نه روزل کېږي، کولای شي په راتلونکو کلونو کې د افغانستان د ښوونیز او روغتیايي نظام وړتیاوې لا تر فشار لاندې راولي.
له بلې خوا، افغانستان ته د دیپلوماتانو او بهرنیو استازو د بېرته ستنېدو په اړه د اګلنډ غوښتنه ښيي چې مرستندویه بنسټونه او د ښځو د حقونو ملاتړي په دې باور دي چې د دغو ستونزو د تعقیب لپاره له طالبانو سره مستقیم تعامل او په هېواد کې حضور مهم دی. خو د نجونو پر مخ د زدهکړو د دروازو تړلې پاتې کېدل دغه تعامل له یوې اساسي ستونزې سره مخ کوي: څنګه د خلکو بېړنیو اړتیاوو ته ځواب وویل شي، په داسې حال کې چې هممهاله محدودیتونه د افغانستان د راتلونکي ټولنیز او مسلکي ظرفیت یوه برخه له منځه وړي؟
















