د افغانستان د جمعیت اسلامي مشر صلاحالدین رباني په بدخشان او د افغانستان په شمال کې له هغو کسانو چې له طالبانو سره یوځای شوي، غوښتي چې د خلکو ګټو ته د طالبانو پر ګټو لومړیتوب ورکړي او د خپلو کړنو په اړه ځوابویونکي واوسي.
رباني د یکشنبې په ورځ، د وږي په ۲۲مه، د «شهید اونۍ» په مراسمو کې دغو کسانو ته په خطاب کې وویل: «تاسو غیر ملي یاست او تاریخ به ستاسو پر تندي د شرم داغ ولګوي.» هغه زیاته کړه چې د افغانستان خلک به د دوی د کړنو په اړه قضاوت وکړي او «ظلم هېڅکله نه پاتې کېږي».
دغه مراسم د افغانستان د پخواني اسلامي دولت د مشر برهانالدین رباني د وژل کېدو د پنځلسمې او د احمدشاه مسعود د ترور د پنځهویشتمې کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو. په مراسمو کې یو شمېر جهادي مشرانو او سیاستوالو هم ګډون کړی و.
د جمعیت اسلامي مشر په خپلو څرګندونو کې له ځوانانو وغوښتل چې د خلکو د یووالي د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او له هغو بحثونو څخه ډډه وکړي چې د ولایتونو ترمنځ د اختلافاتو د زیاتېدو لامل کېږي.
رباني طالبان تورن کړل چې په تېرو پنځو کلونو کې یې له افغانستان سره د «غنیمت شوې خاورې» په څېر چلند کړی دی. هغه د طبیعي سرچینو بېکچې استخراج او غیرمسؤلانه ګټه اخیستنه د چاپېریال او عامه شتمنیو لپاره جدي ګواښ وباله او دغه وضعیت یې د «افغانستان قصدي سوځول» وبلل.
هغه په لوېدیځ افغانستان کې د تېلو یوه تړون ته هم اشاره وکړه چې زلمي خلیلزاد د طالبانو او سعودي عربستان د ډیلټا انټرنشنل شرکت ترمنځ د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون کړی و.
رباني د دوحې په تړون کې د خلیلزاد رول ته په اشارې سره هغو شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې په ورته تړونونو کې ګډون کوي او ویې ویل چې دا ډول همکارۍ ښايي حقوقي پایلې ولري.
رباني په بله برخه کې وویل چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل، که څه هم اړین دي، باید د افغانستان د ستونزې د حل یا د طالبانو د منلو یوازینی معیار ونه ګڼل شي.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان سیاسي بحران او د قومونو پر وړاندې د تبعیض مسئله باید په بنسټیز ډول حل شي او د هېواد ستونزې یوازې د نجونو د ښوونځیو تر پرانیستلو پورې نه شي محدودېدای.
د رباني څرګندونې ښيي چې د طالبانو سیاسي مخالفان هڅه کوي د افغانستان د راتلونکي بحث یوازې له زدهکړو څخه پراخ کړي او سیاسي جوړښت، د قومونو ونډه، د طبیعي سرچینو مدیریت او د هېواد د ادارې څرنګوالی هم د بحث په مرکزي موضوعاتو بدل کړي.
په دې شرایطو کې د طالبانو پر سیاسي مشروعیت اختلاف یوازې په یوه ټولنیزه مسئله نه راټولېږي؛ بلکې د واک او سرچینو د وېش او د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت له تعریف سره هم تړاو پیدا کوي.










