د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د افغانستان د نجونو او ښځو د زدهکړو او کار پر وړاندې د محدودیتونو له امله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، هغه ښځې چې په تېرو کلونو کې یې د زدهکړې او مسلکي فعالیت لپاره زیات فرصتونه موندلي وو، اوس د خپلو وړتیاوو د بشپړ غوړېدو امکان نه لري.
بوش دا څرګندونې د چهارشنبې په شپه په دالاس ښار کې د خپل ولسمشرۍ مرکز په یوه غونډه کې وکړې؛ هغه غونډه د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه.
د امریکا پخواني ولسمشر وویل، ټول انسانان د آزادۍ غوښتونکي دي او افغانستان هم دا حقیقت څرګند کړی دی. هغه وویل، ځینو خلکو داسې فکر کاوه چې افغانان آزادي نه غواړي او یا د آزادۍ او استبداد ترمنځ توپیر نه شي درک کولای، خو د ده په وینا، افغانان دا توپیر په ښه توګه درک کوي.
بوش وویل، هغه نجونې چې په لومړي ځل ښوونځي ته تللې او هغه ښځې چې ډاکترانې او د پوهنتون استادانې شوې، د آزادې ټولنې او استبدادي ټولنې ترمنځ توپیر په خپله تجربه درک کړی و.
هغه زیاته کړه: «له بده مرغه، هغه ښځې چې تازه یې د خپلو واقعي وړتیاوو په پېژندلو پیل کړی و، اوس نور د دې فرصت نه لري چې خپلې ټولې وړتیاوې وغوړوي.»
د بوش څرګندونې په داسې مهال کېږي چې طالبان لا هم د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګولي دي. دغو محدودیتونو د افغان ښځو د زدهکړې او مسلکي پرمختګ لاره محدوده کړې او د ټولنې په راتلونکي کې د ښځینه بشري ځواک ونډه یې هم تر فشار لاندې راوستې ده.
بوش د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، دغه بریدونه د هغه د ولسمشرۍ له پیل څخه یوازې اته میاشتې وروسته وشول او د هغه د ادارې مسیر یې بدل کړ او نوموړی یې د جګړې د وخت ولسمشر وګرځاوه.
د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې دوو تښتول شویو الوتکو د نیویارک ښار د سوداګرۍ نړیوال مرکز پر دوو لوړو ودانیو ولګېدې. درېیمه الوتکه په ویرجینیا ایالت کې د پنټاګون له ودانۍ سره ولګېده او څلورمه الوتکه وروسته له هغې په پنسلوانیا کې ولوېده چې سپرلیو او عملې یې د تښتونکو پر وړاندې مقاومت وکړ. په دغو بریدونو کې نږدې درې زره کسان ووژل شول.
بوش وویل، د بریدونو په ورځ هغه مهال چې په فلوریډا کې په یوه لومړني ښوونځي کې و، د دویمې الوتکې له لګېدو وروسته پوه شو چې دا عادي پېښه نه ده.
هغه وویل، د القاعدې په څېر یوه منظمه دښمنه ډله د طالبانو تر کنټرول لاندې له افغانستان څخه فعالیت کاوه او له همدې امله د امریکا غبرګون یوازې امنیتي او عدلي اقدامات نه شوای کېدای.
د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، امریکا له طالبانو وغوښتل چې د القاعدې مشران، د اسامه بن لادن په ګډون، وسپاري. د دې غوښتنې له ردولو وروسته، امریکا او متحدانو یې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر مرکزونو هوايي بریدونه پیل کړل.
دغه بریدونه د هغې جګړې پیل و چې نږدې دوه لسیزې یې دوام وکړ. امریکايي او متحدو ځواکونو په لومړیو اوونیو کې طالبان له واکه لرې کړل، خو جګړه پای ته ونه رسېده او طالبانو په راتلونکو کلونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې وسلهواله جګړه روانه وساتله.
د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو ۲۵ کاله وروسته، د بوش د څرګندونو بیا دا بحث راژوندی کړی چې په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې له میراثونو څخه یو مهم اړخ لا هم د ښځو له حقونو او آزادیو سره تړاو لري. هغه افغانې ښځې چې د جمهوري نظام پر مهال یې د زدهکړې او کار لپاره پراخ فرصتونه ترلاسه کړي وو، اوس له داسې محدودیتونو سره مخ دي چې اغېز یې یوازې پر فردي ژوند نه، بلکې د افغانستان پر زدهکړو، کاري ځواک او ټولنیز پرمختګ هم اوږدمهاله تمامېدای شي.
















