ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په ټولنه کې د ښځو بشپړ او برابر ګډون باید تضمین شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، د افغان ښځو د دې سازمان دفترونو ته د لاسرسي له محدودېدو یو کال تېر شوی او دغه وضعیت د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو او په افغانستان کې د بشري مرستو پر رسولو اغېز کړی دی.
دوجاریک زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي غواړي افغان ښځو ته په دې سازمان کې د کار زمینه برابره شي او هغوی وکولای شي په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته په خوندي او له خنډ پرته لاسرسی ولري.
د ملګرو ملتونو دا دریځ په داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو له خوا په ټولنیزو، ښوونیزو او کاري برخو کې د ښځو پر حضور محدودیتونه لا هم د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه دي.
د ملګرو ملتونو لپاره موضوع یوازې د ښځو د کار حق نه دی؛ بلکې د بشري مرستو په بهیر کې د ښځینه کارکوونکو حضور هم عملي اهمیت لري. په افغانستان کې چې ښځې او ماشومان د بشري مرستو د ډېرو ترلاسه کوونکو له ډلې دي، د ښځینه کارکوونکو محدودول کولی شي له ځینو کورنیو او زیانمنو ډلو سره د مرستو اغېزمن لاسرسی ستونزمن کړي.
د نیمروز په ارزونه، د ملګرو ملتونو له خوا د ښځو د «بشپړ او برابر ګډون» پر غوښتنې بیا ټینګار ښيي چې د ښځو پر وړاندې موجود محدودیتونه لا هم د طالبانو د نړیوالو اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې جدي خنډ ګڼل کېږي. د دې وضعیت دوام نه یوازې د میلیونونو افغان ښځو او نجونو پر کاري او ښوونیز راتلونکي اغېز کوي، بلکې په افغانستان کې د نړیوالو بنسټونو د بشري خدمتونو او مرستو د رسولو وړتیا هم کمزورې کولی شي.

















