Donate
دوشنبه, نوومبر 23, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه امنیت

په دایکنډي کې یوه ۲۵ کلنه ښځه د خپل پخواني مېړه له لوري ووژل شوه

په واسطه د Nimruz reporter
اگست 24, 2026
0
A A
0
اختلاف بر سر مهریه به قتل انجامید؛ زن جوان در دایکندی کشته شد

ځايي سرچینې د نیمروز تلویزیون ته وایي چې د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د خپل پخواني مېړه له لوري وژل شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د دوشنبې په سهار، د وږي په ۲مه، د میرامور ولسوالۍ د «اسکان» په سیمه کې شوې ده.

د وژل شوې ښځې نوم شکیلا ښودل شوی چې شاوخوا ۲۵ کلنه وه، او د پېښې شکمن کس رحمت، شاوخوا ۳۵ کلن، معرفي شوی دی.

یوه سرچینه وایي، شکیلا له خپلې مور او ورور سره پر موټرسایکل د میرامور ولسوالۍ مرکز ته روانه وه چې په لاره کې یې پخواني مېړه ودروله.

د سرچینې په وینا، شکیلا د اسکان-کوپاج پر سرکوتل کې د چره‌يي ټوپک په ډزو وویشتل شوه او د ټپونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

شکمن کس له پېښې وروسته د میرامور ولسوالۍ د مرکز تګاب پر لور تللی، خو لا معلومه نه ده چې طالبانو ته یې ځان سپارلی که نه.

سرچینې وایي، ټاکل شوې وه چې شکیلا او کورنۍ یې هماغه ورځ د هغې د مهریې د دعوې د تعقیب لپاره د ولسوالۍ مرکز ته لاړ شي. شکیلا له رحمت څخه له بېلتون وروسته د خپلې ۱۲ زره امریکايي ډالرو مهریې د ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه.

د سرچینو په وینا، شکیلا او رحمت څو کاله په کابل کې اوسېدل او دوه زامن لري چې شاوخوا اووه او پنځه کلن دي.

سرچینې وایي، دغه جوړه څو میاشتې مخکې د یوې کورنۍ شخړې او پر شکیلا د بل سړي سره د اړیکې د تور له مطرح کېدو وروسته له یو بل څخه جلا شوې وه. د رحمت د کورنۍ له شکایت وروسته، شکیلا او یو بل سړی په کابل کې د طالبانو له لوري نیول شوي وو، خو د کابل د طالبانو د ولایتي محکمې د پرېکړې له مخې، دواړه وروسته بې‌ګناه وپېژندل شول او خوشې شول.

له خوشې کېدو وروسته شکیلا او رحمت میرامور ولسوالۍ ته ستانه شوي وو، چې د دواړو کورنۍ په کې ژوند کوي.

د سرچینو په وینا، شکیلا او رحمت خپلوي هم لرله او شاوخوا لس کاله مخکې یې واده کړی و. رحمت د امریکا د متحده ایالتونو د استوګنې اجازه لري او د همدې کورنۍ دعوې د تعقیب لپاره افغانستان ته راستون شوی و.

سرچینې وایي، شکیلا له میرامور ته له ستنېدو وروسته د خپلې مهریې د ترلاسه کولو لپاره د ولسوالۍ په مرکز کې قضیه ثبت کړې وه. د قضايي پړاوونو له بشپړېدو وروسته، ټاکل شوې وه چې نن د ابتدائیه محکمې قاضي په دې قضیه کې پرېکړه وکړي.

اوس مهال د شکیلا جسد د طبي معاینې او ثبت لپاره د اسکان سیمه‌ییزې روغتیايي مرکز ته انتقال شوی او کورنۍ یې د میرامور ولسوالۍ له مرکز سره په اړیکه کې ده، څو د پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی ورولېږل شي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې او د شکمن کس د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

د سرپل په یوه څاه کې د پخواني پولیس جسد تر ۲۵ ورځو نادرکۍ وروسته وموندل شو

جبهه متحد افغانستان: په تېرو ۱۰۰ ورځو کې مو د طالبانو پر ضد ۱۱۶ عملیات کړي

فصیح الدین فطرت: د طالبانو مخالفې جبهې د پاکستان په ملاتړ فعالیت کوي

ټګونه: امنیت
شریکولټویټلېږللېږل
Nimruz reporter

Nimruz reporter

قتل مرموز یک نظامی پیشین در سرپل؛ پیکر عبدالبشیر محمدی پس از ۲۵ روز ناپدیدی پیدا شد
افغانستان

د سرپل په یوه څاه کې د پخواني پولیس جسد تر ۲۵ ورځو نادرکۍ وروسته وموندل شو

نوومبر 8, 2026
جبهه متحد افغانستان مدعی انجام ۱۱۶ عملیات نظامی علیه طالبان در ۲۳ ولایت شد
افغانستان

جبهه متحد افغانستان: په تېرو ۱۰۰ ورځو کې مو د طالبانو پر ضد ۱۱۶ عملیات کړي

نوومبر 8, 2026
فصیح‌الدین فطرت مخالفان مسلح طالبان را به دریافت حمایت از پاکستان متهم کرد
افغانستان

فصیح الدین فطرت: د طالبانو مخالفې جبهې د پاکستان په ملاتړ فعالیت کوي

نوومبر 8, 2026
ترامپ: امریکا می‌تواند تأسیسات هسته‌ای باقی‌مانده ایران را در ۱۰ دقیقه هدف قرار دهد
امنیت

ټرمپ: د ایران پاتې اټومي تاسیسات په ۱۰ دقیقو کې په نښه کولی شو

نوومبر 1, 2026
درگیری مرزی پاکستان و طالبان پس از اصابت گلوله به خانه ای در انگور اده
امنیت

پاکستان وايي د طالبانو څو سرحدي پوستې یې د یوه ملکي وګړي تر وژل کېدو وروسته ویجاړې کړې

اکتوبر 28, 2026
سفر اعلام‌نشده وزیر دفاع امریکا به اسرائیل هم‌زمان با گمانه‌زنی‌ها درباره حمله به ایران
نړۍ

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

اکتوبر 20, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
img 2305

په فرانسه کې افغان فعالانو د جنسیتي اپارتاید په توګه د ښځو د محرومیت د پېژندلو غوښتنه وکړه

نوومبر 23, 2026
نشست اوپسالا بر تقویت انسجام و مشارکت مدنی دیاسپورای افغانستان تأکید کرد

په سویډن کې افغانانو د مدني بنسټونو او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

نوومبر 22, 2026
روز جهانی تلویزیون؛ ممنوعیت نشر تصاویر زنده‌جان فعالیت ۲۱ تلویزیون محلی افغانستان را متوقف کرد

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۲۵ ولایتونو ته د انځورونو بندیز غځېدلی

نوومبر 21, 2026
نصب لوح یادبود ماریا گراتزیا کوتولی در شهرداری کاتانیا

د ایټالیا په کاتانیا ښار کې د ماریا ګراتزیا کوتولي یادګاري لوحه ولګول شوه

نوومبر 20, 2026
گمرک اسلام‌قلعه از هفته آینده ۲۴ ساعته می‌شود؛ توافق تازه طالبان و ایران

افغانستان او ایران د اسلام کلا ګمرک پر ۲۴ ساعته فعالیت هوکړه وکړه

نوومبر 18, 2026
ایران گزارش‌های رسانه‌های امریکا درباره ارتباط سدها با تأسیسات نظامی را رد کرد

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

نوومبر 17, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

img 2305
افغانستان

په فرانسه کې افغان فعالانو د جنسیتي اپارتاید په توګه د ښځو د محرومیت د پېژندلو غوښتنه وکړه

نوومبر 23, 2026
نشست اوپسالا بر تقویت انسجام و مشارکت مدنی دیاسپورای افغانستان تأکید کرد
نړۍ

په سویډن کې افغانانو د مدني بنسټونو او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

نوومبر 22, 2026
روز جهانی تلویزیون؛ ممنوعیت نشر تصاویر زنده‌جان فعالیت ۲۱ تلویزیون محلی افغانستان را متوقف کرد
افغانستان

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۲۵ ولایتونو ته د انځورونو بندیز غځېدلی

نوومبر 21, 2026

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS

Go to mobile version