د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره خبرې لا هم روانې دي او دا مذاکرات یې د مناسبې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د تهران «وروستی فرصت» بللی دی.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوه اجرائیوي فرمان د لاسلیک پر مهال وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د خبرو غوښتنه کړې او دا مذاکرات د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر په ملاتړ روان دي. هغه زیاته کړه چې ایراني چارواکو پخوا دا خبرې ردولې، خو اوس یې نور نه انکاروي.
د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې واشنګټن د یکشنبې په ورځ د ایران پر ضد د یوه پراخ برید لپاره چمتو و، خو وروسته له هغې چې تهران د خبرو د دوام غوښتنه وکړه، دغه اقدام وځنډول شو.
ټرمپ ټینګار وکړ چې د امریکا اساسي موخه د ایران د اټومي وړتیاوو مخنیوی دی او د هرمز تنګي موضوع په دویم لومړیتوب کې راځي.
هغه همدارنګه د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا پخواني برید ته په اشارې سره ادعا وکړه چې یاد عملیات د ایران اټومي وړتیا له منځه وړې ده.
د ایران چارواکو تر اوسه د امریکا د ولسمشر دغو تازه څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

















