د هند د پوهنې وزیر درمندرا پرادان د شنبې په ورځ، د زمري په درېیمه، له څو اوونیو راهیسې د محصلینو د پراخو اعتراضونو، لاریونونو او د لوږې اعتصابونو له دوام وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه.
دا استعفا وروسته له هغې وشوه چې د پوهنتونونو د ورودي ازموینو د پوښتنو د افشا کېدو او د هند د ښوونیز نظام د کمزورۍ په اړه پر حکومت نیوکې زیاتې شوې. معترضین وایي، د ازموینو په بهیر کې شفافیت له منځه تللی او د اصلاحاتو اړتیا شته.
پرادان په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې خپله استعفا یې د هند لومړي وزیر نرندرا مودي ته سپارلې ده. هغه لیکلي: «د تېرو لسو ورځو پېښو ډېر خواشینی کړی یم.»
نوموړي زیاته کړې چې د دې لپاره یې استعفا کړې چې سیاسي مخالفان له روان وضعیت څخه ناوړه ګټه وانخلي، ملي یووالی خوندي پاتې شي او محصلین له اوږدو حقوقي او اداري لانجو لرې، خپلې زدهکړې او راتلونکې ته پام وکړي.
سیاسي څارونکي د پرادان استعفا د نرندرا مودي د حکومت لومړنی ښکاره شاتګ بولي چې د محصلینو د پراخېدونکو اعتراضونو په وړاندې یې کړی دی. دا اعتراضونه په وروستیو اوونیو کې د هند د حکومت له مهمو کورنیو ننګونو څخه ګڼل کېږي.
په دغو اعتراضونو کې زرګونو محصلینو، مدني بنسټونو او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د محصلینو څانګو ګډون کړی دی. معترضینو د غونډو، پرلتونو او لاریونونو له لارې د پوهنې د وزیر استعفا، د ورودي ازموینو د رسوایۍ په اړه د بشپړې څېړنې او د ازموینو د نظام د اصلاح غوښتنه کړې ده.
د اعتراضونو په وروستي پړاو کې، امنیتي ځواکونو په نوي ډیلي کې د پارلمان ودانۍ ته د معترضینو د تګ د مخنیوي لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او باتونونه کارولي دي، خو د راپورونو له مخې، زرګونه محصلین لا هم د خپلو غوښتنو تر ترلاسه کېدو پورې د اعتراضونو پر دوام ټینګار کوي.
















