د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني خبرداری ورکړی چې کابل د نړۍ د لومړۍ بېاوبو پلازمېنې کېدو پر لور روان دی. نوموړي ویلي، د کابل د اوبو د تأمین لپاره لازمې پروژې د هغه د حکومت پر مهال چمتو شوې وې، خو د ملي ګټو پر ځای نورو مسایلو ته لومړیتوب ورکول د دغو پروژو د عملي کېدو مخه ونیوله.
اشرف غني د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۸مه، په یوه پادکاسټ کې د افغانستان د اوبو د بحران په اړه د خبرو پر مهال د «اوبه په کوزه کې او موږ تږي ګرځو» متل ته اشاره وکړه او ویې ویل: «کله چې یو بل ونه منو، عادلانه سوله ونه منو او ملي ګټې تر پښو لاندې کړو، پایله یې همدا وي.»
د اوبو او چاپېریال برخې کارپوهان وایي، غیرمعیاري ودانیزې چارې، پراخه کانکریټریزي، د ژورو څاهګانو بېرویه کیندل، د فاضلابو کمزوری سیستم او د نفوسو چټکه زیاتوالی د کابل پر ځمکنیو اوبو بېساری فشار وارد کړی دی.
د نړیوال کړکېچ ډلې هم په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې که اوسنی وضعیت دوام وکړي، د کابل د ځمکنیو اوبو سرچینې ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې په بشپړه توګه وچې شي. د راپور له مخې، د پلازمېنې په ګڼو سیمو کې د اوبو د کچې ښکته کېدل لا هم په څرګند ډول لیدل کېږي.
د چاپېریال کارپوه کاظم همایون هم ویلي، کابل په تېرو درې لسیزو کې له یوه نسبتاً باثباته ښار څخه د سیمې د اوبو له تر ټولو زیانمنونکو ښارونو څخه ګرځېدلی دی. د هغه په وینا، که روان بهیر دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ کال یا له هغه وړاندې به د دشت برچي، کارته چهار، خواجه رواش، تایمني، شرکت، ده افغانان، شهرنو او شاوخوا سیمو ګڼې د اوبو څاهګانې وچې شي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د ځمکنیو اوبو بحران یوازې په کابل پورې محدود نه دی. د هرات او مزارشریف ښارونه هم له ورته ننګونو سره مخ دي، چې د اقلیمي بدلون، بېپلانې ښاري پراختیا او د اوبو د سرچینو د ناسم مدیریت له امله ورځ تر بلې جدي کېږي. د دوی په باور، که د اوبو د مدیریت لپاره بېړني او عملي اقدامات ونه شي، دا بحران به د افغانستان د لویو ښارونو پر ټولنیز، اقتصادي او بشري وضعیت ژور اغېز وکړي.















