جبهه متحد افغانستان وایي چې ځواکونو یې د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ ته څېرمه د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی او د دې ډلې درې غړي یې وژلي دي.
دې جبهې په ټولنیزه شبکه اېکس کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه برید د سې شنبې په ورځ، د وږي په ۳مه، د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په شاوخوا کې ترسره شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې برید کې د طالبانو درې غړي وژل شوي دي.
جبهه متحد افغانستان یوه ورځ مخکې هم ادعا کړې وه چې ځواکونو یې د پکتیکا ولایت د متاخان ولسوالۍ په «تروخېل» سیمه کې د طالبانو د امر بالمعروف یو کارکوونکی او د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په «دلاور» سیمه کې د طالبانو یو بل غړی وژلي دي.
طالبانو تر اوسه د جبهه متحد افغانستان د دغو ادعا شویو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.















