عبدالله سرحدي، د طالبانو له پخوانیو قوماندانانو او د دې ډلې له اوسنیو چارواکو څخه، له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي چې د بامیان د تاریخي بودا مجسمو په ویجاړولو کې یې مستقیمه ونډه لرله او له دې اقدامه پښېمانه نه دی.
سرحدي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په بامیان کې پوځي قوماندان و، په پیل کې یې د دغو تاریخي اثارو د ویجاړولو په اړه پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه، خو وروسته یې وویل: «ما دا په خپلو لاسونو ویجاړ کړل.»
هغه د خپل اقدام په دفاع کې وویل، هغه څه چې طالبانو په تېر وخت کې کړي او اوس یې کوي، د ده په باور د دیني احکامو له مخې دي. سرحدي همداراز وویل چې د دغو اثارو د ویجاړولو له امله د پښېمانۍ لپاره کوم دلیل نه ویني.
طالبانو د ۲۰۰۱ کال په مارچ کې په بامیان کې د بودا دوه سترې او تاریخي مجسمې په چاودنو ویجاړې کړې. دغه اقدام په پراخه کچه د نړیوالې ټولنې له غبرګون او غندنې سره مخ شو.
سرحدي د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته ونیول شو او څو کاله د ګوانتانامو په زندان کې وساتل شو.
هغه د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته لومړی د بامیان او وروسته د جوزجان د والي په توګه وټاکل شو او په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو د یوه قول اردو د مرستیال قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.















