عبدالله سرحدي، د طالبانو د جوزجان پخوانی والي، له بيبيسي سره په خبرو کې ښځې «بېعقله» او «ناقصالعقله» بللې دي.
د بيبيسي د راپور له مخې، دا څرګندونې هغه مهال شوې چې یوه ۱۸ کلنه ښځه د خپل مېړه له لوري د میاشتو له بد چلند او وهلو ټکولو وروسته د طلاق غوښتنه کوله.
دغه ځوانې ښځې، چې اصلي نوم یې نه دی خپور شوی، سرحدي ته ویلي چې له مېړه څخه د جلا کېدو پرېکړه یې کړې او نه غواړي له خپلې غوښتنې تېر شي.
سرحدي هڅه کړې چې هغه د ګډ ژوند دوام ته وهڅوي او ترې یې پوښتلي چې له طلاق وروسته به څوک له هغې سره واده وکړي. ښځې په ځواب کې ویلي چې «عزت او حیثیت» یې له وړاندې زیانمن شوی دی.
د طالبانو دغه چارواکي وروسته د یو شمېر چارواکو، ساتونکو او سیمهییزو مشرانو په حضور کې ښځې «بېعقله» او «ناقصالعقله» بللې دي. د راپور له مخې، د هغه د خبرو پر مهال ځینو نارینهوو خندلي دي.
سرحدي په پای کې وړاندیز کړی چې د دې ښځې لپاره دې یوه جلا کوټه وټاکل شي او مېړه ته دې خبرداری ورکړل شي چې بیا دې هغه ونه وهي؛ که دا چلند تکرار کړي، زنداني به شي.
خو د دې ښځې پلار ویلي چې کورنۍ به د طلاق ترلاسه کولو لپاره د محکمو له لارې اقدام وکړي.
د سرحدي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو او له پوهنتونونو څخه منع شوې دي او پر کار، تګ راتګ او ټولنیز حضور یې هم پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
















