د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې د ننګرهار ولایت په وروستیو سېلابونو کې شاوخوا دوه زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ د ثور په ۲۱مه وویل چې ناڅاپي سېلابونو یو شمېر کورنۍ بېځایه کړې او د هغوی د عاید او معیشت سرچینو ته یې هم سخت زیان رسولی دی.
د یاد بنسټ په وینا، په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ دوام لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې د ننګرهار د شیرزاد ولسوالۍ سېلابونو درانه زیانونه اړولي او ګڼې کورنۍ لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې په ټول افغانستان کې ویجاړوونکو سېلابونو تر ۷۰ زره ډېر کسان زیانمن کړي، ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي او لومړنیو خدماتو ته د خلکو لاسرسی یې ګډوډ کړی دی.
هممهاله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې وروستیو بارانونو او سېلابونو د افغانستان بشري وضعیت لا پېچلی کړی دی.
اوچا خبرداری ورکړی چې د مرستو د هڅو له زیاتېدو سره سره، نوې طبیعي پېښې او اکمالاتي ستونزې لا هم د بشري مرستو د پراخېدو مخه نیسي.
کارپوهان وایي، افغانستان د کمزورو زېربناوو، اقلیمي بدلونونو او د بحران د مدیریت د امکاناتو د کمښت له امله د طبیعي افتونو پر وړاندې ډېر زیانمن شوی دی.
په وروستیو اوونیو کې سېلابونو او سختو بارانونو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي او کورونو، کرنیزو ځمکو او زېربناوو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.














