د جوزجان ولایت ولسي سرچینې وایي، د شبرغان ښار په یوه کور د ناپېژاندو وسلهوالو په برید کې یوه ښځه او د هغې درې لوڼې وژل شوې او د همدې کورنۍ درې هلکان ټپیان شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه پېښه د پنجشنبې شپې د شبرغان ښار د «پمپخانه» په سیمه کې، د سرپل بندر ته نږدې، رامنځته شوې ده.
سرچینو ویلي، بریدګرو «د طالبانو د ځواکونو په لباس» کور ته ننوتلي او د ډزو په کولو سره یې د کور مور او درې لوڼې وژلې دي.
د معلوماتو له مخې، د کورنۍ درې کمعمره هلکان هم په دې برید کې ټپیان شوي او روغتیایي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.
د سرچینو په خبره، د کورنۍ پلار عادي مزدور دی او د شپې له خوا په یوه د تېلو ټانک کې کار کوي. هغه د پېښې پر مهال په خپل کارځای کې و او په کور کې نه و.
تر اوسه د برید انګېزه او د عاملانو هویت نه دی معلوم شوی.
ځايي طالبانو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د مرموزو وژنو، په ځانګړي ډول د ښځو د قتلونو، راپورونه زیات شوي دي.
پرون هم په کابل کې د دوو ښځو مړي او په کندهار کې د یوې ښځې جسد موندل شوی و چې په مرموز ډول وژل شوې وې.
په ډېرو دغو قضیو کې د عاملانو هویت او د وژنو انګېزه په عامه توګه نه اعلانېږي؛ هغه موضوع چې د ناامنۍ او هدفي تاوتریخوالي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.














