
د ایران قضایي ادارې اعلان کړی چې د عرفان کیاني د اعدام حکم تطبیق شوی دی؛ هغه کس چې د ۱۴۰۴ کال د جدې میاشتې د اعتراضونو پر مهال نیول شوی و.
د رسمي اعلامیې له مخې، پر نوموړي تورونه لکه د عامه او شخصي شتمنیو تخریب، اور اچول او د ښار په کچه د وېرو رامنځته کول لګېدلي وو.
قضایي ادارې ویلي چې د هغه حکم د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوی دی.
تر دې مخکې د ورته قضیو په اړه بشري حقونو بنسټونو اندېښنې څرګندې کړې وې او ټینګار یې کړی و چې د اعتراض کوونکو پر وړاندې سختې سزاوې د نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په ایران کې د اعتراضونو او د هغوی د ځپلو په اړه بحثونه لا هم دوام لري.










