د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د هغه مېرمن بریژیت مکرون د موریتانیا له ولسمشر محمد ولد غزواني او د هغه له مېرمنې په الیزه ماڼۍ کې هرکلی کړی دی.
دا د موریتانیا د ولسمشر لومړنی رسمي سفر دی چې فرانسې ته ترسره کېږي او ټاکل شوې چې درې ورځې دوام وکړي.
د راپورونو له مخې، دواړو هېوادونو د خپلو اړیکو د پراختیا او دوهاړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
موریتانیا په ۱۹۶۰ کال کې له شاوخوا څلوېښت کلنې فرانسوي استعمار وروسته خپلواکي ترلاسه کړې وه.
شنونکي وایي چې دا لیدنه ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د نوې مرحلې پیل وي.











