د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که له ایران سره توافق ونه شي، جګړه به بېرته پیل شي.
هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې ایران د توافق لوري ته مایل دی او ځینې هغه شرایط منلي چې مخکې یې نه منل.
ټرمپ ټینګار کړی چې د اټومي وسلو نشتوالی د هر ډول توافق مهم شرط دی.
هغه زیاته کړې چې که توافق ترلاسه شي، ښايي د لاسلیک لپاره اسلامآباد ته سفر وکړي.
د ټرمپ په وینا، ایران له ډېرو مواردو سره موافقه کړې، خو لا هم وروستۍ پرېکړه پاتې ده.
تر اوسه د ایران چارواکو د دې څرګندونو په اړه رسمي تایید نه دی کړی.
ټرمپ همداراز ویلي چې اوس د ایران سره اړیکې «ډېرې ښې» دي، خو خبرداری یې ورکړی چې د توافق نشتوالی به د جګړې د بیا پیل لامل شي.











