د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که تر چهارشنبې پورې له ایران سره توافق ونه شي، ښايي اوربند تمدید نه شي.
هغه خبرداری ورکړی چې په داسې حالت کې به د ایران د بندرونو محاصره دوام وکړي او ممکن بمبارۍ بېرته پیل شي.
ټرمپ ویلي چې ایران باید اټومي وسلې ونه لري او ټینګار یې کړی چې تهران نشي کولای د هرمز تنګي له لارې پر کښتیو تعرفه وضع کړي.
هغه زیاته کړې چې د ایران غني شوی یورانیم به یا د خبرو له لارې لرې شي یا «په غیر دوستانه ډول».
په عین حال کې، ټرمپ اشاره کړې چې تازه «ښه خبرونه» ترلاسه شوي او ښايي وضعیت مثبت لور ته روان وي، خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.
نوموړي همداراز د یوې احتمالي مهمې اعلان په اړه خبرې کړې چې د شنبې په ورځ به ترسره شي.
دا څرګندونې د ډیپلوماسۍ او پوځي فشار ترمنځ د امریکا د دریځ پیچلتیا ښيي.











