د طالبانو د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ادعا کړې چې د طالبانو نظام په تېرو ۵۰۰ کلونو کې بېساری دی او هغه یې «نعمت الهی» بللی دی.
هغه په فاریاب ولایت کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال له خلکو وغوښتل چې د دې نظام قدر وکړي، او خبرداری یې ورکړ چې که دا نعمت ونه پېژندل شي، له منځه به ولاړ شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی او افغانستان له جدي اقتصادي بحران سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، نږدې نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او میلیونونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي.
همداراز، د نړیوالو بنسټونو ارزونې ښيي چې یو پر درېیمه افغانان نه پوهېږي چې راتلونکی خواړه به له کومه برابروي.
منتقدان وایي چې د اقتصادي ستونزو د حل پر ځای، طالبان دا وضعیت «تقدیر الهی» بولي او له مسوولیت څخه ځان لرې کوي.
په عین حال کې، د ښځو پر کار او زدهکړو بندیزونو د هېواد اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړی او د نړیوالو مرستو کچه هم راټیټه شوې ده.










