د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدنه کړې ده.
د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي چې شریف په دې لیدنه کې د اسلامآباد هغه هڅې شریکې کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره روانې دي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د پاکستان پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې، محمد بن سلمان د پاکستان د صدراعظم او د پوځ د مشر عاصم منیر رول ستایلی او هغه یې د سولې په بهیر کې مهم بللی دی.
د راپورونو له مخې، د دې لیدنې وروسته د پاکستان د پوځ مشر تهران ته سفر کړی دی.
شنونکي وایي چې دا تحرکات ښيي پاکستان هڅه کوي په سیمه کې د منځګړي رول ولوبوي.










