د افغانستان د شنونکو شبکې اعلان کړی چې د طبیعت د ساتنې په برخه کې نوې جوړې شوې ادارې «ریوایلد» د جمهوریت له سقوط وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان په شپږو تالابونو کې د اوبو مرغانو سرشمېرنه ترسره کړې ده.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په پیل کې د ریوایلد ادارې رضاکارانو د اوبو مرغانو د نړیوالې سرشمېرنې پروګرام په چوکاټ کې شپږ تالابي سیمې ارزولي دي؛ هغه نړیوال پروګرام چې له ۱۹۶۷ کال راهیسې روان دی او اوس ۱۸۹ هېوادونه پکې ګډون لري.
د دغې ادارې څلور کسیز ټیم، چې افغان مرغانپېژندونکي هم پکې شامل وو، د تخار د آمو تالاب، د غزني آبایستاده، بند نغلو، بند سروبي، بند درونته او بند سرده سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د دغې څېړنې موندنې ښيي چې د غزني بند سرده د اوبو مرغانو لپاره تر ټولو غوره استوګنځی پېژندل شوی او هلته ۴۵ ډوله مرغان ثبت شوي دي.
په دغه سیمه کې نږدې ۳۰۰ واړه شینسرې مرغابۍ، تر ۶۰۰ ډېرې عادي مرغابۍ او شاوخوا دوه زره اوراسیایي چنګر مرغان لیدل شوي دي.
همداراز، په بند سروبي کې ۱۹ ډوله، په بند درونته کې ۱۵ ډوله او په بند نغلو کې ۱۲ ډوله مرغان ثبت شوي دي.
خو راپور ټینګار کوي چې ککړتیا، ښکار، د کبانو نیونه، د اوبو کموالی او د کرنیزو ځمکو پراختیا د مرغانو استوګنځیو ته سخت زیان رسولی دی.
د ریوایلد ټیم ویلي چې د غزني آبایستاده، چې پخوا د مهاجرو مرغانو او فلامینګوګانو له مهمو تمځایونو څخه ګڼل کېده، اوس بشپړ وچ شوی او یوازې څو چکاوک مرغان د وچ تالاب پر بستر لیدل شوي دي.
د ریوایلد ادارې مشر ایوب علوي ویلي چې د مرغانو او تالابونو وضعیت د پخوانیو راپورونو په پرتله «ښه نه دی» او د مهاجرو مرغانو ژوند تر سخت فشار لاندې دی.
د راپور له مخې، ښکار، وچکالي، اقلیمي بدلونونه، د ځمکې لاندې اوبو ایستل، ککړتیا او د کرنې پراختیا په افغانستان کې د تالابونو او مهاجرو مرغانو لپاره تر ټولو ستر ګواښونه دي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي چې یو شمېر مهاجر مرغان اوس د شمالي دښتو په څېر سیمو کې له تم کېدو ډډه کوي، ځکه په دغو سیمو کې ښکار او داماېښودنه زیاته شوې ده.
ریوایلد سازمان او د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له دې ارزونې وروسته د مهاجرو مرغانو د ساتنې لپاره ګډ کار پیل کړی دی.
دغه همکاري به د مرغانو د ښکار، داماېښودنې او ناقانونه سوداګرۍ د مخنیوي لپاره رسنیز کمپاینونه هم شامل کړي.














