د سرپل ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیبالله علمیار وایي، د طالبانو ځواکونو هغه کس نیولی چې د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ کې یې خپله مېرمن او خواښې وژلې وې.
د طالبانو ویاند د تورن کس د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د هغه په وینا، نیول شوی کس تېره شپه وروسته له هغې له سیمې تښتېدلی و چې خپله مېرمن او د هغې مور یې په تومانچې وژلې وې، خو د طالبانو د امنیتي ځواکونو د «چټکو عملیاتو او دقیقو څېړنو» وروسته ونیول شو.
تر اوسه د دغو وژنو انګېزه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په یو شمېر ولایتونو کې جنايي پېښې زیاتې شوې دي.
دغه ډول پېښې تر ډېره د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او د میراث او ځمکو پر سر د شخړو له امله رامنځته کېږي او په ډېرو مواردو کې ښځې او ماشومان قربانیان وي.
د ښځو د حقونو فعالان او ټولنیز کارپوهان خبرداری ورکوي چې اقتصادي ستونزې، ټولنیز محدودیتونه او د ملاتړ د میکانیزمونو کمزوري کېدل کولای شي په افغانستان کې کورنی تاوتریخوالی نور هم زیات کړي.
شنونکي وایي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام نه یوازې کورنۍ، بلکې د ټولنې رواني او ټولنیز ثبات هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.














