د تخار د فوټبال فدراسیون د مدیریت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي؛ هغه ځای چې منتقدین د فوټبال له مسلک سره د نه تړلو کسانو پر ګمارنې، شخصي اړیکو، پټو پرېکړو او د مالي او حلقوي ګټو لپاره د سیالیو پر ترسره کېدو نیوکې کوي.

د تخار د فوټبال فدراسیون له دننه راپورونه او ادعاوې ښيي چې د دې ورزشي ادارې مدیریتي جوړښت د شفافیت، تخصص او عدالت په اړه له جدي پوښتنو سره مخ دی. د بزکشۍ د ټیم فعال غړی ذبیح الله بیکزاد د تخار د فوټبال فدراسیون د سرپرست په توګه ټاکل کېدل د لوبغاړو او ورزشي فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
منتقدین وایي، د داسې کس ټاکل چې اصلي مخینه یې په بزکشۍ کې ده، د دې ښکارندویي کوي چې په تخار کې اړیکې پر تخصص غالبه شوې دي. همداراز د شفیع حبیبي، چې فعال ریفري او د تخار د فوټبال فدراسیون تخنیکي مرستیال دی، رول هم تر پوښتنې لاندې راغلی؛ هغه څوک چې د سرچینو په وینا په پرېکړو کې پراخ نفوذ لري.

په همدې حال کې، د تخار د فوټبال د سیمهییزو مسئولینو او د هېواد د بدني روزنې د تخنیکي مرستیال حافظ احمدجان زدران ترمنځ د نږدې او پټو اړیکو ادعاوې هم مطرح شوې دي؛ هغه موضوع چې تر اوسه یې رسمي او روښانه ځواب نه دی ورکړل شوی.
اندېښنې یوازې تر ګمارنو محدودې نه دي. ځینې ټیمونه د قضاوت او د لیګ د پرېکړو په برخه کې له بېعدالتۍ شکایت کوي. د شاهین ټیم د ۱۴۰۴ کال د تخار له غوره لیګ څخه ټیټې درجې ته سقوط، یو له جنجالي دوسیو ګڼل کېږي چې د سرچینو په وینا اسناد یې مرکزي فدراسیون ته هم استول شوي، خو وروستۍ پرېکړه لا هم ناڅرګنده ده.

له بلې خوا، منتقدین وایي ځینې سیالۍ د مسلکي تقویم پر بنسټ نه، بلکې د پیسو، مېلمستیاوو او مالي ګټو لپاره ترسره شوې دي. لرې پرتو سیمو ته د سیالیو وړل، د پیسو او امتیازاتو ترلاسه کول، او د تخار د B لیګ اوږد ځنډ هغه موارد دي چې جدي نیوکې یې راپورته کړې دي.
سره له دې چې ۱۴۰۵ کال هم خپلو لومړیو میاشتو ته داخل شوی، د تخار د B لیګ سیالۍ چې باید تېر کال ترسره شوې وای، لا هم نه دي ترسره شوي؛ هغه موضوع چې ډېر فوټبالران یې د تخار د فوټبال د ریښتینې ودې پر وړاندې بېپامي ګڼي.

د تخار د فوټبال بحران یوازې یوه جنجالي ګمارنه نه ده؛ بلکې د داسې جوړښت انځور دی چې اړیکې، نفوذ او پټې حلقې پکې پر تخصص، ورزشي عدالت او د لوبغاړو پر حقونو غلبه کوي. که د ورزش مدیریت د شفافیت او تخصص پر بنسټ نه وي، نو آیا د تخار فوټبال به سالمې سیالۍ ولري او که به د ځانګړو حلقو د ګټو وسیله پاتې شي؟








