د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانی چارواکی ډيويډ راش د ويرجينيا ايالت په خپل کور کې د سلګونو د سرو زرو خښتو او ميليونونو ډالرو نغدو پيسو له موندلو وروسته نيول شوی دی.
د محکمې د اسنادو له مخې، د اېف بي آی مامورانو د هغه د کور د پلټنې پر مهال شاوخوا ۳۰۳ د سرو زرو خښتې موندلې چې هره يوه يې نږدې يو کيلوګرام وزن لري او ټول ارزښت يې له ۴۰ ميليونو ډالرو زيات اټکل شوی دی.
همدارنګه شاوخوا دوه ميليونه امريکايي ډالر نغدې پيسې او ۳۵ قېمتي ساعتونه، چې څو رولکس ساعتونه هم پکې شامل دي، د هغه له کوره ضبط شوي دي.
راپورونه ښيي چې ډيويډ راش تر لنډ وخت وړاندې د سي آی اې په لوړو اداري برخو کې دنده ترسره کوله او د فوق محرمو اسنادو د لاسرسي ځانګړی جواز يې درلود.
د خپرو شويو اسنادو له مخې، هغه د تېر يوه کال پر مهال څو ځله د «کاري لګښتونو» په پلمه د سرو زرو خښتو د ترلاسه کولو غوښتنې د امريکا حکومت ته وړاندې کړې وې.
اوس راش د عامه شتمنۍ د جنايي غلا په تور تر عدلي تعقيب لاندې دی.
اېف بي آی ويلي چې دغه دوسيه د سي آی اې د مشر جان راتکليف له خوا د احتمالي قانوني سرغړونو د راپور له لېږلو وروسته پيل شوې ده.
د محکمې د اسنادو له مخې، راش د ۲۰۲۵ کال د نومبر او د ۲۰۲۶ کال د مارچ ترمنځ لسګونه ميليونه ډالر د سرو زرو خښتې او د بهرنيو اسعارو د پام وړ اندازه ترلاسه کړې، خو د داخلي پلټنو وروسته د دغو شتمنيو يا د مصرف څرنګوالي هېڅ رسمي نښه ونه موندل شوه.
هغه همدارنګه تورن شوی چې د امريکا حکومت کې د دندې پر مهال يې د خپلو زده کړو او پوځي مخينې په اړه ناسم معلومات ورکړي او د پوځي رخصتۍ په برخه کې د درغلۍ له لارې يې زرګونه اضافي ډالر معاش ترلاسه کړی دی.
تر اوسه امريکايي چارواکو د هغه په شخصي کور کې د دومره زياتې سرو زرو او نغدو پيسو د ساتلو د علت په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
د ډيويډ راش وکيل هم د دغې دوسيې په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.














