ايراني رسنيو راپور ورکړی چې د اسلامي جمهوريت د مجلس رئيس باقر قاليباف او د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي توافق په اړه د سلا مشورو لپاره دوحې ته رسېدلي دي.
د راپورونو له مخې، د ايراني پلاوي خبرې به له قطري چارواکو سره د هرمز تنګي، د ايران د غني شويو يورانيمو زېرمو او د تهران او امريکا ترمنځ د ډيپلوماټيکو بهيرونو پر موضوعاتو متمرکزې وي.
د ايران د مرکزي بانک رئيس عبدالناصر همتي هم دوحې ته تللی او فارس خبري اژانس ليکلي چې د ايران د کنګل شويو شتمنيو د ازادېدو موضوع د دغه سفر له مهمو محورونو څخه ده.
راپورونه ښيي چې قطري پلاوي تېره اوونۍ هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړيتوب لپاره ايران ته سفر کړی و.
د چين رسمي خبري اژانس شينهوا د يوه قطري چارواکي له قوله ليکلي چې د هرمز تنګی، د ايران بندې شوې شتمنۍ او د غني شويو يورانيمو زېرمې به د دوحې د خبرو اصلي موضوعات وي.
په همدې حال کې، نيکي ورځپاڼې راپور ورکړی چې امريکا او ايران پر داسې طرحه خبرې کوي چې له مخې به يې د دښمنيو د پای ته رسېدو له توافق دېرش ورځې وروسته هرمز تنګی بېرته پرانيستل شي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې له ايران سره د توافق لپاره بېړه نه لري او يوازې هغه توافق به مني چې «د منلو وړ» وي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو هم ټينګار کړی چې واشنګټن د «نورو لارو» تر ارزولو مخکې ډيپلوماسۍ ته فرصت ورکړی دی.
هغه ويلي چې د هرمز تنګي د بېرته پرانيستلو او د ايران د اټومي پروګرام په اړه د «جدي او وخت ټاکلو» خبرو لپاره «نسبتاً قوي وړانديز» موجود دی.
ټرمپ هم مهاله خبرداری ورکړی چې که خبرې ناکامې شي، پر ايران به «نوې حملې» وشي.
بل لور ته، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي ويلي چې که څه هم په ځينو موضوعاتو کې يو لړ پایلې ترلاسه شوې، خو لا هم د توافق د نږدې کېدو خبره نه شي کېدای.
رويټرز راپور ورکړی چې دواړه لوري لا هم د بنديزونو د لرې کولو، د ايران د ميلياردونو ډالرو شتمنيو د ازادېدو او په لبنان کې د اسرائيلو جګړې اړوند موضوعاتو کې اختلافات لري.














