د ايران رسنيو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د مجازي فضا د رهبرۍ او تنظيم د ستاد له څلورمې غونډې وروسته، په دغه هېواد کې د نړيوال انټرنېټ د بېرته نښلېدو پرېکړه شوې ده.
د راپورونو له مخې، دغه ستاد د ايران د ولسمشر لومړي مرستيال محمدرضا عارف په مشرۍ او د ولسمشر مسعود پزشکيان له خوا جوړ شوی دی.
تر اوسه د دې پرېکړې د عملي کېدو دقيق وخت او د نړيوال انټرنېټ د بشپړ بېرته فعالېدو څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
ايران په وروستيو مياشتو کې څو ځله له پراخو انټرنېټي محدوديتونو او اختلالونو سره مخ شوی او دې موضوع د کاروونکو، رسنيزو فعالانو او د ډيجيټلي حقونو د ملاتړو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.
کارپوهان وايي په ايران کې د انټرنېټ محدوديتونو نه يوازې سياسي او ټولنيز اغېز درلود، بلکې پر انلاين سوداګرۍ، د رسنيو پر فعاليتونو او نړيوالو اړيکو يې هم پراخ اغېز کړی دی.
د ايران د حکومت تازه پرېکړه داسې مهال اعلان شوې چې د مجازي فضا کنټرول او ازاد انټرنېټ ته د خلکو لاسرسی لا هم د دغه هېواد له تر ټولو لانجمنو کورنيو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.














