مکسيکو ښار ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ فوټبال نړيوال جام د پيل لوبې کوربه وي؛ هغه سيالۍ چې د لومړي ځل لپاره به د ۴۸ لوبډلو په ګډون او په درېيو هېوادونو کې ترسره شي.
د مکسيکو ښار ستر لوبغالی په رسمي ډول د ۲۰۲۶ نړيوال جام د پيل لوبې د کوربه لوبغالي په توګه ټاکل شوی او د مکسيکو ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۱مه خپلې سيالۍ د خپلو مينه والو پر وړاندې پيل کړي.
د ۲۰۲۶ نړيوال جام د دغو سياليو تر ټولو ستر پړاو بلل کېږي او ټاکل شوې ده چې ۱۰۴ لوبې د مکسيکو، امريکا او کاناډا په ۱۶ کوربه ښارونو کې ترسره شي.
د مکسيکو ملي لوبډله به خپلې ټولې د ډلې پړاو لوبې په خپل هېواد کې وکړي. دغه لوبډله به د پيل لوبې وروسته خپله دويمه لوبه د جون په ۱۸مه د ګوادالاخارا په لوبغالي کې ترسره کړي او بيا به د ډلې وروستۍ لوبې لپاره د جون په ۲۴مه بېرته مکسيکو ښار ته ستنه شي.
د مکسيکو ښار لوبغالی به د پيل لوبې تر څنګ د K ډلې د ازبکستان او کولمبيا ترمنځ يوه لوبه، د يو پر شپاړسم پړاو يوه لوبه او د يو پر اتم پړاو يوه سيالي هم کوربنه کړي.
دغه لوبغالی چې له ۸۳ زرو زياتو نندارچيانو د ناستې وړتيا لري، د نړۍ د فوټبال له تر ټولو پېژندل شويو لوبغالو څخه ګڼل کېږي.
دا لوبغالی په ۱۹۶۶ کال کې پرانيستل شوی و او په تېرو نړيوالو جامونو کې د پېله او ديګو مارادونا په څېر ستورو د لوبو کوربه پاتې شوی دی.
اوس مهال دغه لوبغالی د کلوب امريکا او کروز ازول لوبډلو او همدارنګه د مکسيکو د ملي فوټبال لوبډلې کوربه دی.
د مکسيکو ښار لوبغالي په ۲۰۱۱ کال کې د ۱۷ کلنو ځوانانو د نړيوال جام پايلوبه هم کوربنه کړې وه؛ هغه لوبه چې نږدې ۹۹ زره نندارچيانو پکې ګډون کړی و او د دغو سياليو د تر ټولو زياتو نندارچيانو ريکارډ پکې ثبت شوی و.














