میخائیل اولیانوف، په نړیوالو سازمانونو کې د روسیې استازي، د ډونالډ ټرمپ له هغه وړاندیز څخه انتقاد کړی چې پکې د ایران د اټومي پروګرام د ۲۰ کلونو لپاره د ځنډولو خبره شوې ده.
اولیانوف دغه وړاندیز «بېمنطقه» او د ایدیولوژیکو ملاحظاتو پر بنسټ بللی دی.
هغه د شنبې په ورځ، د ثور په ۲۶مه، په اکس شبکې کې لیکلي: «ولې ۲۰ کاله، نه ۱۵ یا ۲۵؟»
هغه خبرداری ورکړی چې که دغه تګلاره نتیجه ور نه کړي، امریکا باید د مذاکراتو د ناکامۍ شکایت ونه کړي.
ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې د ایران د اټومي پروګرام د ۲۰ کلن ځنډولو له طرحې سره موافق دی، خو ټینګار یې کړی چې دغه تعهد باید «حقیقي» وي.
د امریکا ولسمشر ویلي، یوازې لنډمهاله محدودیت یا د اټومي فعالیتونو جزوي کمول د واشنګټن لپاره بسنه نه کوي.
ټرمپ د جمعې په ورځ، له بیجینګ څخه د وتلو وروسته، د امریکا د ولسمشرۍ الوتکې کې د ایران د وړاندیز په اړه وویل: «که لومړۍ جمله یې خوښه نه شي، نور یې نه لولم.»
هغه زیاته کړه چې ایران باید په بشپړ ډول ومني چې اټومي وسلې ته به لاسرسی نه پیدا کوي.
ټرمپ همدارنګه ټینګار کړی چې د ده مطلب «یو واقعي ۲۰ کلن محدودیت» دی، نه داسې توافق چې یوازې د لنډ وخت لپاره فعالیتونه کم کړي.
د روسیې او امریکا د چارواکو وروستۍ څرګندونې ښيي چې د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو پر څرنګوالي اختلافات لا هم دوام لري او مذاکرات په پېچلي او ترینګلي وضعیت کې روان دي.














