د هرات ولایت په اړوندو سیمو کې د سرحدي ځواکونو له خوا د یو کشفي عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه قاچاقبران نیول شوي دي.
چارواکي وایي چې له دغو کسانو څخه ۱۶ کیلوګرامه نشهیي توکي چې د «چاینک» په نوم پېژندل کېږي، ضبط شوي دي.
نیول شوي کسان د لومړنیو څېړنو لپاره اړوند کندک ته لېږدول شوي او ټاکل شوې ده چې د قانوني مراحلو د بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
چارواکي ټینګار کوي چې د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه به دوام ولري.














