شمالي کوريا د غبرګولي په شپږمه، د چهارشنبې په ورځ، اعلان وکړ چې د يوه پوځي تمرين پر مهال يې د مصنوعي ځيرکتيا پر هدايتي سيستم سمبال کروز توغندي ازمويلي دي.
رويټرز خبري اژانس د شمالي کوريا د دولتي رسنيو له قوله راپور ورکړی چې په دغه تمرين کې د کيم جونګ اون تر څار لاندې د تاکتيکي بالستيک توغنديو، توپچي راکټونو او د مصنوعي ځيرکتيا لرونکو دقيق هدايت شويو کروز توغنديو ګډه ازموينه ترسره شوې ده.
د راپور له مخې، دغه وسلې د «عصري جګړو» لپاره ډيزاين شوې دي.
د شمالي کوريا دولتي خبري اژانس ليکلي چې کيم جونګ اون د پوځ قوماندانانو ته ويلي دغه ازموينې تاييدوي چې د جنوبي کوريا پولې ته نږدې ځای پر ځای شوي کروز توغندي بشپړ جنګي چمتووالی لري.
پيونګ يانګ ادعا کړې چې دغه توغندي د دقيقې ناوبرۍ او د مصنوعي ځيرکتيا پر بنسټ د هدايت او کنټرول سيستمونو باندې سمبال دي او کولی شي تر سلو کيلومترو لرې هدفونه په نښه کړي.
د شمالي کوريا دغه تازه پوځي تمرين داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستيو مياشتو کې د کوريا ټاپووزمه له زياتو کړکېچونو سره مخ شوې او د پيونګ يانګ توغنديز او پوځي پروګرامونه څو ځله د امريکا، جنوبي کوريا او لوېديځو متحدانو له غبرګونونو سره مخ شوي دي.














