Donate
چهارشنبه, اکتوبر 21, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه افغانستان

په کابل ښاروالۍ کې برکنار شوي کارکوونکي طالبان پر تبعیضي چلند تورنوي

په واسطه د Naqibullah MERZAPOOR
مې 20, 2026
0
A A
0
کارمندان برکنارشده شهرداری کابل طالبان را به تبعیض و برخورد سلیقه‌ای متهم کردند

په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښاروالۍ ځینې برکنار شوي کارکوونکي د دغې ډلې چارواکي پر تبعیضي او سلیقه‌ییز چلند تورنوي.

دوی وایي طالبان په بېلابېلو پلمو هغه مسلکي او متخصص کسان له دندو لرې کوي چې د پخواني حکومت له وخته په دې اداره کې کار کاوه او پر ځای یې خپل اړوند کسان ګوماري.

د دغو کارکوونکو په وینا، دوی پرته له کوم موجه دلیل او یوازې د سلیقه‌ییزو پرېکړو له مخې د وظیفوي غفلت او غیرحاضرۍ په تور له دندو منفک شوي، حال دا چې ادعا کوي هېڅ ډول غیرحاضري یې نه ده کړې او د حاضرۍ الکترونیکي سیستم او کاري اسناد دا موضوع ثابتولای شي.

انجنیر رحمت‌الله، چې یو له برکنار شوو کارکوونکو څخه دی، ویلي چې شاوخوا نهه کاله یې د زیربناوو د ثبت او څارنې په آمریت کې د انجنیر په بست کې کار کړی، خو د غیرحاضرۍ او وظیفوي غفلت په تور له دندې لرې شوی دی.

هغه د طالبانو له ښاروالۍ غوښتي چې د موضوع د ارزونې لپاره د حاضرۍ الکترونیکي سیستم او موجود اسناد وڅېړي.

رحمت‌الله همدارنګه د طالبانو ښاروال ته په یوه لیک کې د ساختماني پروژو او د ساختماني موادو د اسنادو د تایید په بهیر کې د احتمالي فساد شکایت کړی او ویلي یې دي چې ځینې طالب چارواکي د دغو موضوعاتو د قانوني څېړنې مخه نیسي.

په ورته وخت کې، ځايي سرچینې وایي چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې یو شمېر هزاره انجنیران هم، سره له کاري تجربې، د طالبانو له خوا له دندو لرې شوي دي.

د سرچینو په وینا، دا بهیر د کابل په څلورمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو کې دوام لري او ځینې کارکوونکي په بېلابېلو پلمو له خپلو دندو ګوښه شوي دي.

نورې سرچینې د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل ښاروالۍ پر کارګرانو او کارکوونکو د سخت کاري فشار خبره کوي او وایي چې ډېر کسان د پنجشنبې په ورځو کې هم له سهاره تر ماښامه، پرته له مناسبو کاري شرایطو، بوخت ساتل کېږي.

همدارنګه د ښاروالۍ په پروژو کې د اداري فساد د زیاتوالي ادعاوې هم مطرح شوې دي.

سرچینې ادعا کوي چې په ځینو پروژو کې ساختماني مواد پرته له قانوني مراحلو، لابراتواري ازموینو او شفافو قراردادونو کارول کېږي او یو شمېر قراردادونه د طالبانو د چارواکو نږدې شرکتونو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د پخواني حکومت د کارکوونکو د برکنارۍ او د طالبانو د نږدې کسانو د ګومارنې په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

منتقدان وایي، د دې بهیر دوام کولای شي د دولتي ادارو تخنیکي او مسلکي ظرفیت کمزوری او د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو کې بې‌باوري زیاته کړي.

عراقچي: د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل د امریکا د ژمنو په عملي کېدو پورې تړلي دي

د قطر چارواکې د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې پر ملاتړ ټینګار کوي

طالبانو په کابل کې له محلي ساتونکو د مخابرو او پوځي یونیفورم د برابرولو غوښتنه کړې

ټګونه: افغانستانطالبان
شریکولټویټلېږللېږل
Naqibullah MERZAPOOR

Naqibullah MERZAPOOR

عراقچی: بازگشایی کامل تنگه هرمز به اجرای تعهدات آمریکا بستگی دارد
نړۍ

عراقچي: د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل د امریکا د ژمنو په عملي کېدو پورې تړلي دي

اکتوبر 21, 2026
قطر خواستار حمایت اقتصادی پایدار از افغانستان شد
افغانستان

د قطر چارواکې د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې پر ملاتړ ټینګار کوي

اکتوبر 21, 2026
طالبان از نگهبانان ساختمان‌ها در کابل خواسته‌اند رفت‌وآمدها را با مخابره گزارش دهند
افغانستان

طالبانو په کابل کې له محلي ساتونکو د مخابرو او پوځي یونیفورم د برابرولو غوښتنه کړې

اکتوبر 19, 2026
وزیر امر بالمعروف طالبان خواستار پرهیز کارمندان از تعصب شد
افغانستان

حنفي د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو ته د قومي او ژبني تعصب د مخنیوي سپارښتنه وکړه

اکتوبر 18, 2026
رهبر طالبان از آموزش گفت؛ اما دختران همچنان پشت دروازه مکاتب مانده‌اند
افغانستان

هبت‌الله آخندزاده پر زده‌کړو ټینګار کړی؛ خو د نجونو د تعلیم په اړه یې څه نه دي ویلي

اکتوبر 16, 2026
هند و روسیه هفتمین دور گفت‌وگوهای ویژه درباره افغانستان و پاکستان را برگزار کردند
افغانستان

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه اووم پړاو ځانګړې خبرې وکړې

اکتوبر 16, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
عراقچی: بازگشایی کامل تنگه هرمز به اجرای تعهدات آمریکا بستگی دارد

عراقچي: د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل د امریکا د ژمنو په عملي کېدو پورې تړلي دي

اکتوبر 21, 2026
قطر خواستار حمایت اقتصادی پایدار از افغانستان شد

د قطر چارواکې د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې پر ملاتړ ټینګار کوي

اکتوبر 21, 2026
سفر اعلام‌نشده وزیر دفاع امریکا به اسرائیل هم‌زمان با گمانه‌زنی‌ها درباره حمله به ایران

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

اکتوبر 20, 2026
طالبان از نگهبانان ساختمان‌ها در کابل خواسته‌اند رفت‌وآمدها را با مخابره گزارش دهند

طالبانو په کابل کې له محلي ساتونکو د مخابرو او پوځي یونیفورم د برابرولو غوښتنه کړې

اکتوبر 19, 2026
در تیراندازی به موتر تایگر شروف در بمبئی، راننده و یک هوادار زخمی شدند

د بالیووډ پر لوبغاړي ټایګر شروف وسله وال برید؛ درې کسان ټپیان شوي

اکتوبر 19, 2026
وزیر امر بالمعروف طالبان خواستار پرهیز کارمندان از تعصب شد

حنفي د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو ته د قومي او ژبني تعصب د مخنیوي سپارښتنه وکړه

اکتوبر 18, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ټرمپ: که د ایران خلک وسلې ولري، مقاومت کولی شيد امریکا د ولسمشر تازه څرګندونې

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

عراقچی: بازگشایی کامل تنگه هرمز به اجرای تعهدات آمریکا بستگی دارد
نړۍ

عراقچي: د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل د امریکا د ژمنو په عملي کېدو پورې تړلي دي

اکتوبر 21, 2026
قطر خواستار حمایت اقتصادی پایدار از افغانستان شد
افغانستان

د قطر چارواکې د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې پر ملاتړ ټینګار کوي

اکتوبر 21, 2026
سفر اعلام‌نشده وزیر دفاع امریکا به اسرائیل هم‌زمان با گمانه‌زنی‌ها درباره حمله به ایران
نړۍ

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

اکتوبر 20, 2026
Please enable JavaScript in your browser to complete this form.
Loading

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS