د قطر د نړیوالې همکارۍ په چارو کې د دولت وزیرې، مریم بنت علي بن ناصر المسند، د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د اقتصادي بیا رغونې او خصوصي سکټور د پیاوړتیا پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
المسند د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې نوموړې موضوع یې په دوحه کې د افغانستان د ځانګړې همغږۍ ډلې په غونډه کې مطرح کړې ده.
د هغې په وینا، د افغانستان لپاره د یوه باثباته راتلونکي رامنځته کول د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا ملاتړ ته اړتیا لري. هغې همدارنګه د نړیوالې همکارۍ پر پراختیا او د هڅو پر همغږۍ ټینګار کړی، څو په افغانستان کې اوږدمهاله ثبات پیاوړی او د دوامدارې اقتصادي بیا رغونې زمینه برابره شي.
د المسند څرګندونې د افغانستان د بشري مرستو او اقتصادي پراختیا ترمنځ د اړیکې پر اهمیت راڅرخي. د دې لیدلوري له مخې، د خلکو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول باید د اقتصادي فرصتونو له رامنځته کولو او د خصوصي سکټور له پیاوړتیا سره هم مل وي.
په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د بشري مرستو ترڅنګ د دوامدارې اقتصادي ودې لپاره د ملاتړ پراخول او د نړیوالو هڅو همغږي د دغه هېواد د راتلونکي په اړه د بحث مهم موضوعات دي.

















