د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیر نیکولا بلومو سره په لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ پر پنځمه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دواړو لورو له خصوصي سکټور سره د تعامل پر پیاوړتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي، د پانګونې پر ملاتړ او د افغانستان د صنایعو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په وینا، د صادراتو د پروسس لپاره د ځانګړو سیمو جوړول، د صنعتي پارکونو جوړول او د سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ هم د خبرو له موضوعاتو څخه وو.
نورالدین عزیزي په دې لیدنه کې له اروپايي ټولنې سره د همکارۍ لپاره د خپل وزارت چمتووالی څرګند کړی او د افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه یې د ګډو اقتصادي پروګرامونو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې اروپايي ټولنه له طالبانو سره د اړیکو او عملي تعامل له دوام سره سره، د دې ډلې اداره په رسمیت نه پېژني. د اروپايي ټولنې په رسمي دریځ کې ټینګار شوی چې له طالبانو سره خبرې اترې د هغوی د ادارې د پېژندلو یا مشروعیت ورکولو په معنا نه دي.
له بلې خوا، د طالبانو له ځینو چارواکو او بنسټونو سره تړلي نړیوال بندیزونه، بانکي محدودیتونه او د پراخ نړیوال رسمیت نشتوالی د افغانستان پر مالي او سوداګریزو اړیکو اغېز لري. خو د ملګرو ملتونو بندیزونه د افغانستان ټول اقتصاد نه رانغاړي او د هېواد اقتصادي ستونزې یوازې دغو بندیزونو ته نه شي منسوبېدای.
له اروپايي ټولنې سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې په خپله د عملي هوکړې یا مالي ژمنې معنا نه لري. تر اوسه د مشخصو پروژو، احتمالي پانګونې د کچې، د پروګرامونو د پلي کېدو د مهالوېش او د دواړو لورو د مالي ژمنو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.
د افغانستان د اقتصاد لپاره اساسي پوښتنه دا ده چې ایا دا ډول لیدنې به د عملي قراردادونو، اروپايي بازارونو ته د ښه لاسرسي او په تولیدي او صادراتي برخو کې د واقعي پانګونې لامل شي، که به یوازې د ډیپلوماتیکو خبرو په کچه پاتې شي.















