ځايي سرچینو د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار په جلغر سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، چاودنه نن دوشنبه، د میزان په ۶مه، له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې رامنځته شوې ده.
ځايي اوسېدونکي وایي چې د چاودنې هدف یو هایلکس موټر و. تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي او د موټر د احتمالي تړاو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
طالبانو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او کومې ډلې هم د چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
تر دې دمه د احتمالي مرګ ژوبلې او مالي زیانونو په اړه هم خپلواک معلومات نه دي خپاره شوي. د پېښې نور جزئیات لا هم روښانه کېدو ته اړتیا لري.
د دې چاودنې خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی.
















