Donate
پنجشنبه, اکتوبر 8, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه افغانستان

قطر: د افغانستان د بحران په اړه باید نړیوال تمرکز دوام وکړي

په واسطه د Satayesh Marzapoor
سپتمبر 23, 2026
0
A A
0
قطر خواستار حمایت بیشتر کشورهای اسلامی از روند دوحه درباره افغانستان شد

قطر د اسلامي هېوادونو له سازمان څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه د دوحې له بهیر څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او ټینګار یې کړی چې د افغانانو بشري وضعیت او د دغه هېواد روان بحران باید د نړیوالې اجنډا په سر کې پاتې شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي د سې‌شنبې په ورځ، د وږي په ۳۱مه، په نیویارک کې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د اړیکو ډلې په غونډه کې وویل چې د افغانانو وضعیت د ډېرو سختو شرایطو له امله د ډیپلوماټیکو هڅو د پراخېدو، همکارۍ او دوامدار نړیوال ملاتړ اړتیا لري.

الخلیفي وویل، په داسې حال کې چې د افغانستان خلک له سختو ورځو تېرېږي، د اسلامي همکاریو سازمان غړي باید په ګډه د رښتینې خبرې اترې هڅې وهڅوي او خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړي.

دغه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې ترسره شوه او د افغانستان پر بشري او پرمختیايي وضعیت، د نړیوال غبرګون پر پیاوړتیا او د دغه هېواد د روان بحران د حل پر لارو چارو بحث وشو.

الخلیفي د افغانستان په اړه د دوحې په بهیر کې د قطر پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېواد یې د دې بهیر له پیله د خبرو اترو او مخنیوي کوونکې ډیپلوماسۍ پر بنسټ له سوله‌ییزو حل‌لارو ملاتړ کړی دی.

هغه همداراز د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکټور په اړه د کاري ډلو غونډو ته اشاره وکړه چې په وروستیو کلونو کې د دوحې د بهیر په چوکاټ کې ترسره شوې دي. نوموړي وویل قطر د ځانګړو استازو د څلورمې غونډې د کوربه‌توب لپاره هم چمتو دی.

د قطر د دولت د وزیر په وینا، د دوحې بهیر دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري او باید هغه رامنځته شوی خوځښت وساتل شي، څو د افغانستان مسئله د نړیوالې اجنډا په سر کې پاتې شي.

قطر ویلي چې د ډیپلوماټیکو هڅو ترڅنګ به په افغانستان کې خپلو بشري او پرمختیايي فعالیتونو ته هم دوام ورکړي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په وینا، قطري بنسټونو په افغانستان کې د ښځو، نجونو او ځوانانو د زده‌کړې او کار په برخو کې پروژې پلې کړې دي.

الخلیفي له نړیوالې ټولنې څخه له طالبانو سره د «رغنده تعامل» غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې قطر چمتو دی د اسلامي همکاریو سازمان په چوکاټ کې له نورو غړو هېوادونو سره د پرمختګونو د څارنې، د بېړنیو بشري اړتیاوو د ځواب او له طالبانو سره د تعامل د دوام لپاره همکاري وکړي.

د قطر دغه دریځ په داسې حال کې مطرح کېږي چې دوحه له یوې خوا طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو له بلې خوا په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو له مهمو چینلونو څخه پاتې شوې ده. قطر د افغانستان په اړه د ګڼو خبرو او غونډو کوربه هم پاتې شوی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د اړیکو ډلې غونډه په داسې شرایطو کې ترسره شوه چې د دغه سازمان غړي هېوادونه له یوې خوا له طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي او له بلې خوا د بشري بحران، د ښځو او نجونو د حقونو او نورو نړیوالو اندېښنو په اړه د دوامدارې پاملرنې ترمنځ د توازن له ستونزې سره مخ دي.

په همدې غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم پر افغانستان د نړیوالې پاملرنې پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان وضعیت د سیمې له سولې، امنیت او ثبات سره مستقیم تړاو لري.

د قطر دریځ دا څرګندوي چې دوحه لا هم هڅه کوي د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د منځګړي او د اړیکو د یوه مهم چینل په توګه خپل رول وساتي. د دغه رول دوام به تر ډېره دې پورې تړلی وي چې قطر او د اسلامي همکاریو سازمان نور غړي هېوادونه څنګه د طالبانو له تعامل، د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو له ځواب او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د اساسي مسئلو له مطرح ساتلو سره هممهاله توازن رامنځته کوي.

له ایران او پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل؛ فقر، بې‌کاري او د راتلونکي نامعلوم برخلیک

موسی کاکا، خبریال نیجر کې له نږدې یوې میاشتې ورکېدو وروسته ژوندی وموندل شو

افغان وګړی په ټکساس کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي جرمونو له امله ۳۵ کاله بند شو

ټګونه: افغانستاننړۍ
شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

اخراج گسترده افغان‌ها؛ بازگشت به فقر و آینده‌ای نامعلوم
افغانستان

له ایران او پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل؛ فقر، بې‌کاري او د راتلونکي نامعلوم برخلیک

اکتوبر 7, 2026
گزارشگران بدون مرز: موسی کاکا در بازداشت مقام‌های نیجر است
افریقا

موسی کاکا، خبریال نیجر کې له نږدې یوې میاشتې ورکېدو وروسته ژوندی وموندل شو

اکتوبر 7, 2026
مرد افغان در امریکا به جرم سوءاستفاده جنسی از کودکان به ۳۵ سال زندان محکوم شد
افغانستان

افغان وګړی په ټکساس کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي جرمونو له امله ۳۵ کاله بند شو

اکتوبر 6, 2026
مرگ مشکوک دختر ۱۷ ساله پس از مخالفت با ازدواج اجباری
افغانستان

د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

اکتوبر 5, 2026
تصویب قطعنامه حزب سبز بریتانیا درباره صهیونیسم با واکنش روبه‌رو شد
اروپا

د بریتانیا شین ګوند صهیونیزم د نژادپالنې یوه بڼه وبلله

اکتوبر 5, 2026
طالبان دوربین‌های نظارتی کابل را برای تامین امنیت گسترش می‌دهند
افغانستان

طالبان وایي په کابل کې څار کمرې د جرمونو د مخنیوي او د ښاریانو د امنیت لپاره نصبوي

اکتوبر 4, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
اخراج گسترده افغان‌ها؛ بازگشت به فقر و آینده‌ای نامعلوم

له ایران او پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل؛ فقر، بې‌کاري او د راتلونکي نامعلوم برخلیک

اکتوبر 7, 2026
گزارشگران بدون مرز: موسی کاکا در بازداشت مقام‌های نیجر است

موسی کاکا، خبریال نیجر کې له نږدې یوې میاشتې ورکېدو وروسته ژوندی وموندل شو

اکتوبر 7, 2026
پارامونت و اسکای‌دنس مالک وارنر برادرز دیسکاوری شدند

پارامونټ اسکای‌ډنس د وارنر برادرز ډیسکاوري د ۱۱۰ میلیارد ډالرو معاملې بشپړېدل اعلان کړل

اکتوبر 7, 2026
مرد افغان در امریکا به جرم سوءاستفاده جنسی از کودکان به ۳۵ سال زندان محکوم شد

افغان وګړی په ټکساس کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي جرمونو له امله ۳۵ کاله بند شو

اکتوبر 6, 2026
مرگ مشکوک دختر ۱۷ ساله پس از مخالفت با ازدواج اجباری

د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

اکتوبر 5, 2026
تصویب قطعنامه حزب سبز بریتانیا درباره صهیونیسم با واکنش روبه‌رو شد

د بریتانیا شین ګوند صهیونیزم د نژادپالنې یوه بڼه وبلله

اکتوبر 5, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ټرمپ: که د ایران خلک وسلې ولري، مقاومت کولی شيد امریکا د ولسمشر تازه څرګندونې

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

اخراج گسترده افغان‌ها؛ بازگشت به فقر و آینده‌ای نامعلوم
افغانستان

له ایران او پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل؛ فقر، بې‌کاري او د راتلونکي نامعلوم برخلیک

اکتوبر 7, 2026
گزارشگران بدون مرز: موسی کاکا در بازداشت مقام‌های نیجر است
افریقا

موسی کاکا، خبریال نیجر کې له نږدې یوې میاشتې ورکېدو وروسته ژوندی وموندل شو

اکتوبر 7, 2026
پارامونت و اسکای‌دنس مالک وارنر برادرز دیسکاوری شدند
امریکا

پارامونټ اسکای‌ډنس د وارنر برادرز ډیسکاوري د ۱۱۰ میلیارد ډالرو معاملې بشپړېدل اعلان کړل

اکتوبر 7, 2026
Please enable JavaScript in your browser to complete this form.
Loading

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS