د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) اعلان کړی چې په افغانستان کې د دغه سازمان ښځینه کارکوونکې د میندو او کورنیو لپاره د روغتیايي خدمتونو او رواني ـ ټولنیز ملاتړ د برابرولو په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
دغه سازمان د سې شنبې په ورځ، د سنبلې په ۱۷مه، په ټولنیزه شبکه ایکس کې ویلي چې د هرې هغې ښځې او نجلۍ روغتیا، هوساینه او راتلونکی چې د ملګرو ملتونو له خدمتونو ګټه اخلي، د دوی د فعالیتونو په لومړیتوب کې دی.
UNFPA ټینګار کړی چې په افغانستان کې د دغه بنسټ ښځینه کارکوونکې د میندو او کورنیو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، په ځانګړې توګه د روغتیا او ټولنیز ملاتړ په برخو کې هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښځو، په ځانګړې توګه د امیندواره میندو، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په ډېرو سیمو کې لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی.
د ښځینه ډاکټرانو کمښت، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې، د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له مهمو ننګونو څخه بلل کېږي.
په وروستیو کلونو کې پر ښځو او نجونو د پراخو محدودیتونو له امله، د زدهکړو، کار او ځینو بنسټیزو خدمتونو، په ګډون روغتیايي خدمتونو ته د دوی لاسرسی له لا زیاتو ستونزو سره مخ شوی دی.
















