د طالبانو پر واکمنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې، یو شمېر افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وایي چې د دې ډلې له خوا لګېدلو محدودیتونو په تېرو پنځو کلونو کې د رسنیزو فعالیتونو فضا په جدي ډول محدوده کړې ده.
دوی وایي سانسور، معلوماتو ته محدود لاسرسی، پر نیوکو بندیزونه او د نیول کېدو وېره د دې لامل شوې چې خبریالان ځان سانسور کړي او د پېښو د ازاد انعکاس زمینه کمه شي.
د خبریالانو په وینا، له طالبانو څخه فشار او وېره یوازې د کار تر چاپېریال پورې محدوده نه ده، بلکې خبریالان حتی په خپلو شخصي ټولنیزو شبکو کې هم نه شي کولای خپل نظرونه په ازاد ډول بیان کړي.
یو شمېر خبریالانو له تلویزیون نیمروز سره په خبرو کې ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې معلوماتو ته لاسرسی او د خپلواکو راپورونو د چمتو کولو امکان په پراخه کچه محدود شوی دی.
دوی زیاتوي چې په ډېرو مواردو کې خبریالان اړ دي هغه معلومات خپاره کړي چې د طالبانو له خوا ورته وړاندې کېږي او نه شي کولای پېښې او عیني واقعیتونه په هغه ډول چې رامنځته شوي، په ازاد ډول منعکس کړي.
د خبریالانو په وینا، دغه محدودیتونه یوازې د رسنیزو راپورونو پر محتوا اغېز نه لري، بلکې د خبریالانو د ورځني کار چاپېریال یې هم بدل کړی دی؛ داسې چې د نیول کېدو، احضارېدو او احتمالي امنیتي پایلو وېره د هغوی د ورځنیو پرېکړو یوه برخه ګرځېدلې ده.
له بلې خوا، اقتصادي ستونزو هم پر افغان رسنیزې ټولنې اضافي فشار راوستی دی. خبریالان وایي د کاري فرصتونو کمښت او مالي ستونزې د دې لامل شوي چې ډېری رسنیز کارکوونکي له سختو شرایطو سره سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
معلوماتو ته د لاسرسي محدودیت، سانسور او پر خبریالانو فشارونه په داسې حال کې دوام لري چې خپلواکې رسنۍ د افغانستان د پېښو د کره انعکاس لپاره میداني سرچینو او معلوماتو ته ازاد لاسرسي ته اړتیا لري.
د خبریالانو په باور، د دغه وضعیت دوام کولای شي د ځان سانسورۍ کچه نوره هم لوړه کړي او د افغانستان د ټولنې د واقعي وضعیت او هغه څه ترمنځ واټن زیات کړي چې د رسنیو له لارې خلکو ته رسېږي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت لا هم د بشري حقونو او مدني آزادیو په برخه کې له جدي اندېښنو څخه ګڼل کېږي.















