په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل تازه درېمیاشتني راپور کې ویلي چې طالبانو د بدخشان ولایت د اسماعیلیه لږ تر لږه ۳۳ جماعتخانې تړلې او د شیعهګانو پر مذهبي مراسمو یې محدودیتونه لګولي دي.
د راپور له مخې، چې د اپرېل، مې او جون میاشتې رانغاړي او د سېشنبې په ورځ خپور شو، د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د روان میلادي کال له جنورۍ راهیسې، د ځینو نورو ادارو په همکارۍ، په بدخشان کې د اسماعیلیه جماعتخانې تړلې او پیروانو ته یې ویلي چې نور دې دغه ځایونه د عبادت لپاره نه کاروي.
یوناما ویلي، په دې لړ کې د زیباک ولسوالۍ ۱۷، د اشکاشم ولسوالۍ ۱۴ او د واخان ولسوالۍ دوه جماعتخانې تر اغېز لاندې راغلې دي. د راپور په وینا، طالب چارواکو ویلي چې دغه ځایونه باید د جوماتونو په توګه وکارول شي.
راپور زیاتوي چې د عاشورا د مراسمو پر مهال طالبانو په پروان او لوګر ولایتونو کې له شیعه وګړو غوښتي وو چې خپل مذهبي مراسم یوازې په ټاکل شویو جوماتونو کې ترسره کړي. یوناما همدارنګه تایید کړې چې په کابل کې ۴۵ شیعه نارینه د عاشورا د بیرغونو د نصبولو په تړاو نیول شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې راپور په غبرګون کې ویلي، د ساحوي ارزونو له مخې د ټولو جماعتخانو وضعیت یو شان نه دی او د هرې پېښې په اړه جلا پرېکړه شوې ده. د طالبانو په وینا، په ځینو سیمو کې جوماتونه نه وو او یو شمېر جماعتخانې د استوګنې د ځایونو په توګه هم کارېدې.
د یوناما دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د مذهبي ازادۍ او د مذهبي لږکیو د حقونو موضوع لا هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.














