د طالبانو د بدخشان والي محمداسماعیل غزنوي له دې ډلې سره له وسلهوالو مخالفانو غوښتي چې جګړه ودروي او د هغه په وینا، د هېواد امنیت ګډوډ نه کړي. نوموړي په عین حال کې خبرداری ورکړی چې که نښتې دوام ومومي، طالبان پوهېږي چې څنګه له خپلو مخالفانو سره مقابله وکړي.
غزنوي د طالبانو له مخالفو وسلهوالو جریانونو سره په خبرو کې ویلي: «کله چې ناټو او امریکا ستاسو ملاتړ کاوه، څه مو وکړل؟» هغه همدارنګه ادعا کړې چې مخالفان به د هېواد د واکمنېدو هیلې له ځان سره ګور ته یوسي.
د طالبانو د بدخشان والي ویلي، مخالفان دې خلک نه ناارامه کوي او ادعا یې کړې چې افغانستان اوس له «امنیت او عدالت» څخه برخمن دی. د هغه په وینا، هر څوک چې ستونزه ولري، کولی شي د طالبانو اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي او د دغې ډلې د ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي.
غزنوي دا هم ویلي چې د طالبانو مشرتابه هڅه کوي خپل مخالفان د خبرو او منطق له لارې له هغه څه څخه، چې نوموړي یې «د پردیو لمن» بللې، راوباسي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په توپخانه سیمه کې، د پاکستان پولې ته نږدې، د طالبانو او د ازادۍ جبهې د ځواکونو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي. د راپورونو له مخې، دغه جګړې د پنجشنبې له ورځې پیل شوې دي.
د ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ ادعا وکړه چې ځواکونو یې په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو دوه پوځي بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. دغې جبهې دا ادعا هم کړې چې طالبانو په وروستیو ورځو کې د دوی پر مورچلو د پرمختګ هڅه کړې، خو بریالي شوي نه دي. طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او دا ادعاوې هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
په ورته وخت کې، افغانستان انټرنشنل خپاره کړي انځورونه ښيي چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت د زیباک ولسوالۍ په لومړۍ کرښه کې د عملیاتو د څارنې لپاره حضور لري. راپورونه دا هم وایي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې د ځمکې او هوا له لارې بدخشان ته نور ځواکونه او پوځي تجهیزات استولي دي.













