د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې سیاسي واک د تاریخ په اوږدو کې تر ډېره د پښتنو په انحصار کې پاتې شوی او دا وضعیت نور د هېواد د نورو قومونو لپاره د منلو وړ نه دی.
محقق وویل، د ده په باور، د افغانستان په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې هڅه شوې چې د هېواد سیاسي واک تل د یوه پښتون مشر په لاس کې وي، او په ډېرو مواردو کې قومي تړاو د فکري یا مذهبي تمایلاتو په پرتله د واک په ټاکلو کې مهم رول لوبولی دی.
هغه همدارنګه ادعا وکړه چې ځینو پښتنو سیاسي جریانونو په تېرو کلونو کې هڅه کړې د واک جوړښت په انحصاري ډول په خپل واک کې وساتي او د هېواد مهمې پرېکړې هم د همدغو جریانونو د غوښتنو له مخې ترسره شي.
د اسلامي وحدت ګوند مشر ټینګار وکړ چې افغانستان د بېلابېلو قومونو ګډ هېواد دی او اداره یې باید د ټولو قومونو او ټولنیزو ډلو د ګډون پر بنسټ وي، نه د واک د انحصار پر بنسټ.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د واک جوړښت، د قومونو سیاسي ګډون او د واک د وېش څرنګوالی د هېواد له جنجالي سیاسي موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.
طالبانو تر دې وړاندې څو ځله ویلي چې د دوی حکومت ټولشموله دی او د افغانستان د ټولو قومونو استازي پکې حضور لري. خو د طالبانو منتقدان دا ادعا ردوي او وایي چې د واک اصلي جوړښت تر ډېره د یوې قومي ډلې د غړو په واک کې دی.














