Donate
چهارشنبه, اکتوبر 21, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه اقتصاد

د بریتانیا نوی لومړی وزیر: د لس کلن اقتصادي او حکومتي اصلاحاتو پروګرام پلي کوو

په واسطه د Satayesh Marzapoor
جولای 21, 2026
0
A A
0
اندی برنام پس از کناره‌گیری کی‌یر استارمر رهبری دولت بریتانیا را بر عهده گرفت

انډي برنهم د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۹مه، د کی‌یر سټارمر له استعفا وروسته په رسمي توګه د بریتانیا د نوي لومړي وزیر په توګه خپله دنده پیل کړه او ژمنه یې وکړه چې د کلونو سیاسي بې‌ثباتۍ ته به د پای ټکی کېږدي، اقتصاد به بېرته ورغوي او د خلکو باور به پر حکومت را ژوندی کړي.

برنهم، چې په تېره یوه لسیزه کې د بریتانیا اووم لومړی وزیر دی، د «۱۰ ډاونینګ سټریټ» مخې ته په خپلې لومړنۍ وینا کې وویل، خلک د مشرانو له پرله‌پسې بدلون څخه ستړي شوي او حکومت به یې د نوې حکومتولۍ له لارې سیاسي او اقتصادي ثبات رامنځته کړي.

هغه د خلکو د باور د کمېدو په اړه وویل: «زه پوهېږم چې خلک له سیاست څخه ستړي شوي دي. ستاسو غږ مې اورېدلی. موږ په کافي اندازه ښه کار نه دی کړی او باید تر دې ډېر ښه واوسو.»

نوي لومړي وزیر اعلان وکړ چې حکومت به یې د ژوند د لګښتونو د کمولو لپاره بېړني اقدامات وکړي او په راتلونکو میاشتو کې به د اقتصاد، عامه خدمتونو او د حکومتولۍ د اصلاح لپاره لس کلن پروګرام وړاندې کړي. د هغه په وینا، د دې پروګرام موخه د خلکو د ژوند د کچې لوړول، د پانګونې زیاتول او پر دولت د خلکو د باور بېرته راګرځول دي.

برنهم د بې‌کوره کېدو ستونزې ته د پای ټکی اېښودل د خپل حکومت لومړیتوب وباله او ژمنه یې وکړه چې د دولتي کورونو جوړول به زیات کړي، د ټولنیز ملاتړ سیستم به اصلاح کړي او د سپما شوې بودجې یوه برخه به دفاعي لګښتونو ته ځانګړې کړي. هغه د خپلې دندې له پیل مخکې د مخکیني حکومت هغه لانجمنه پرېکړه هم لغوه کړه چې له دولتي کارکوونکو یې د ډیجیټلي هویت کارت کارول غوښتل.

ټاکل شوې د برنهم حکومت د سه‌شنبې په ورځ د ژوند د لګښتونو د فشار د کمولو لپاره خپله لومړنۍ اقتصادي مرستندویه بسته اعلان کړي. نوموړي وویل، دا بسته به ټولې ستونزې حل نه کړي، خو د کورنیو د ملاتړ لپاره د حکومت د تګلارې څرګندونه کوي.

په همدې حال کې د نوي کابینې د جوړېدو بهیر هم پیل شوی او تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به د حکومت بشپړ ترکیب اعلان شي. راپورونه ښيي چې د سټارمر د حکومت د څو مهمو وزیرانو، د ریچل ریوز په ګډون، له وتلو وروسته به په اقتصادي ټیم کې د پام وړ بدلونونه راشي.

په بهرنۍ تګلاره کې، برنهم له دندې پیل وروسته خپله لومړنۍ ټیلیفوني خبرې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکړې او ویې ویل چې ډېر ژر به د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره هم خبرې وکړي. هغه ټینګار وکړ چې له اوکراین څخه د بریتانیا ملاتړ به دوام ولري.

برنهم په داسې وخت کې واک ترلاسه کړی چې بریتانیا د کمزورې اقتصادي ودې، د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي، د عامه خدمتونو د ستونزو، ناقانونه کډوالۍ او پر سیاستوالو د خلکو د باور د کمېدو له جدي ننګونو سره مخ ده. شنونکي باور لري چې د هغه د حکومت بریالیتوب به تر ډېره د اقتصادي ژمنو په عملي کولو، د سیاسي ثبات په رامنځته کولو او د نایجل فاراژ په مشرۍ د «بریتانیا اصلاحات» ګوند د محبوبیت په مهارولو پورې تړلی وي.

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

د بالیووډ پر لوبغاړي ټایګر شروف وسله وال برید؛ درې کسان ټپیان شوي

حنفي د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو ته د قومي او ژبني تعصب د مخنیوي سپارښتنه وکړه

شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

سفر اعلام‌نشده وزیر دفاع امریکا به اسرائیل هم‌زمان با گمانه‌زنی‌ها درباره حمله به ایران
نړۍ

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

اکتوبر 20, 2026
در تیراندازی به موتر تایگر شروف در بمبئی، راننده و یک هوادار زخمی شدند
نړۍ

د بالیووډ پر لوبغاړي ټایګر شروف وسله وال برید؛ درې کسان ټپیان شوي

اکتوبر 19, 2026
وزیر امر بالمعروف طالبان خواستار پرهیز کارمندان از تعصب شد
افغانستان

حنفي د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو ته د قومي او ژبني تعصب د مخنیوي سپارښتنه وکړه

اکتوبر 18, 2026
سازمان ملل: ۴۲۶ میلیون زن و دختر در سال ۲۰۲۶ در فقر شدید زندگی می‌کنند
نړۍ

ملګري ملتونه: په نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې له سختې بېوزلۍ سره مخ دي

اکتوبر 17, 2026
سازمان همکاری اسلامی و اتحادیه اروپا بر تداوم همکاری‌های بشردوستانه در افغانستان تأکید کردند
اروپا

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو سازمان او اروپايي ټولنې خبرې کړې دي

اکتوبر 15, 2026
رئیس‌جمهور اوکراین روسیه را به نقض آتش‌بس انرژی متهم کرد
نړۍ

روسیې د کییف پر برېښنا او تودوخې ستر مرکز توغندیز برید کړی؛ زېلېنسکي د انرژۍ د اوربند د ماتېدو ادعا کوي

اکتوبر 14, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
سفر اعلام‌نشده وزیر دفاع امریکا به اسرائیل هم‌زمان با گمانه‌زنی‌ها درباره حمله به ایران

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

اکتوبر 20, 2026
طالبان از نگهبانان ساختمان‌ها در کابل خواسته‌اند رفت‌وآمدها را با مخابره گزارش دهند

طالبانو په کابل کې له محلي ساتونکو د مخابرو او پوځي یونیفورم د برابرولو غوښتنه کړې

اکتوبر 19, 2026
در تیراندازی به موتر تایگر شروف در بمبئی، راننده و یک هوادار زخمی شدند

د بالیووډ پر لوبغاړي ټایګر شروف وسله وال برید؛ درې کسان ټپیان شوي

اکتوبر 19, 2026
وزیر امر بالمعروف طالبان خواستار پرهیز کارمندان از تعصب شد

حنفي د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو ته د قومي او ژبني تعصب د مخنیوي سپارښتنه وکړه

اکتوبر 18, 2026
سازمان ملل: ۴۲۶ میلیون زن و دختر در سال ۲۰۲۶ در فقر شدید زندگی می‌کنند

ملګري ملتونه: په نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې له سختې بېوزلۍ سره مخ دي

اکتوبر 17, 2026
رهبر طالبان از آموزش گفت؛ اما دختران همچنان پشت دروازه مکاتب مانده‌اند

هبت‌الله آخندزاده پر زده‌کړو ټینګار کړی؛ خو د نجونو د تعلیم په اړه یې څه نه دي ویلي

اکتوبر 16, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ټرمپ: که د ایران خلک وسلې ولري، مقاومت کولی شيد امریکا د ولسمشر تازه څرګندونې

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

سفر اعلام‌نشده وزیر دفاع امریکا به اسرائیل هم‌زمان با گمانه‌زنی‌ها درباره حمله به ایران
نړۍ

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

اکتوبر 20, 2026
طالبان از نگهبانان ساختمان‌ها در کابل خواسته‌اند رفت‌وآمدها را با مخابره گزارش دهند
افغانستان

طالبانو په کابل کې له محلي ساتونکو د مخابرو او پوځي یونیفورم د برابرولو غوښتنه کړې

اکتوبر 19, 2026
در تیراندازی به موتر تایگر شروف در بمبئی، راننده و یک هوادار زخمی شدند
نړۍ

د بالیووډ پر لوبغاړي ټایګر شروف وسله وال برید؛ درې کسان ټپیان شوي

اکتوبر 19, 2026
Please enable JavaScript in your browser to complete this form.
Loading

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS