د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسرائیل د دفاع وزیر یسرائیل کاتز د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د ایران د خلکو او مشرانو پر ضد هر ډول ګواښ به له «فوري او ځواکمن» غبرګون سره مخ شي.
کاتز تر دې وړاندې ویلي وو، که ایران پر اسرائیل توغندي وتوغوي، د اسرائیل پوځ به په ځواکمن ډول پر ایران برید وکړي. هغه همدارنګه ویلي وو چې د اسرائیل پوځ د ایران پر ضد د خپلواکو پوځي عملیاتو ترسره کولو ته چمتو دی.
عراقچي زیاته کړه چې د «اسلامآباد تفاهملیک» ټول مفاد روښانه دي او ټول لوري کولای شي هغه وڅېړي.
هغه همدارنګه وویل، د امریکا ولسمشر خپل هېواد ژمن کړی چې اسرائیل به مهار کړي. د هغه په وینا، که اسرائیل د دغه تفاهملیک له چوکاټه ووځي، د ایران اسلامي جمهوریت به متقابل غبرګون وښيي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ سیاسي او پوځي کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو خواوو چارواکو په وروستیو ورځو کې څو ځله یو بل ته د متقابلو اقداماتو خبرداری ورکړی دی.
















