اروپایي ټولنې اعلان کړی چې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته به ۲۰ میلیونه یورو نوې مالي مرسته ورکړي څو په افغانستان کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو، داخلي بېځایه شویو کسانو او کوربه ټولنو ملاتړ وشي.
د اروپایي ټولنې د معلوماتو له مخې، دغه بودیجه به د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو، د معیشتي ملاتړ، مسلکي او تخنیکي زدهکړو او په ټولنه کې د بېرته ستنېدونکو د دوامدار ادغام لپاره وکارول شي.
دا مرسته په داسې وخت کې اعلانېږي چې افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه له یوه سره مخ دی او د ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخې ستنېدنې پر محدودو سرچینو او بنسټیزو خدماتو لا زیات فشار راوستی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۸ میلیونه ډېر بېاسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
ډېری بېرته ستنېدونکي د استوګنې، کارموندنې او لومړنیو خدماتو له جدي ستونزو سره مخ دي او د نوي ژوند د پیل لپاره پراخو مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې ورونیکا بوسکوویچ پوهار ویلي چې اروپایي ټولنه د بېرته ستنېدونکو د بیا ادغام ملاتړ ته ژمنه ده او له کډوالۍ نړیوال سازمان سره همکاري د دې ژمنې مهمه برخه جوړوي.
هغې زیاته کړې چې اروپایي ټولنې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان د بېځایه کېدو بحران او د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره له ۱۴۰ میلیونه یورو څخه زیاته مرسته ځانګړې کړې ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان عملیاتي مرستیالې موتیا ایزورا ماسکون ویلي چې دا نوې مالي مرسته به د حیاتي خدمتونو د پراخولو، بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي د پیاوړتیا او د ښځو او نورو زیانمنو قشرونو د ملاتړ زمینه برابره کړي.
د هغې په وینا، د پروګرامونو یوه مهمه برخه به پر مسلکي زدهکړو او د کوچنیو او منځنیو سوداګریو پر ملاتړ متمرکزه وي څو بېرته ستنېدونکي وکولای شي په دوامدار ډول د کار بازار او ټولنې سره یوځای شي.
















