د انجنیر احمد شفیق کورنۍ، چې نوموړی د افغانستان له پېژندل شویو رسنیزو څېرو څخه ګڼل کېږي، د تلویزیون نیمروز ته په استولي پیغام کې ویلي چې هغه د تېرې شپې په لومړیو ساعتونو کې په خپل شخصي کور کې د نامعلومو کسانو له برید سره مخ شوی دی.
د کورنۍ د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د شپې شاوخوا دوو بجو رامنځته شوې ده. د برید په ترڅ کې د احمد شفیق مېرمن هم ټپي شوې ده.
د کورنۍ په وینا، انجنیر احمد شفیق له پېښې وروسته د کابل ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوی او دا مهال د ډاکټرانو تر څارنې لاندې په نازک روغتیايي وضعیت کې دی.
په استول شوي پیغام کې راغلي چې تر اوسه د کورنۍ غړو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له نږدې ورسره وګوري، او همدې چارې د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د احمد شفیق کورنۍ دغه پېښه یو اندېښمنوونکی او تاوتریخجن عمل بللی او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې د برید عاملان ژر تر ژره وپېژني او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې وسپاري.
کورنۍ همدارنګه له رسنیو، د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کړې چې دا پېښه په جدي توګه تعقیب او وڅاري.
تر اوسه مسئول چارواکو د دې پېښې د څرنګوالي، احتمالي انګېزې او د بریدګرو د هویت په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.
تلویزیون نیمروز د انجنیر احمد شفیق او د هغه د کورنۍ د روغتیا او خوندیتوب هیله څرګندوي او د پېښې د لا زیاتو جزییاتو د ترلاسه کولو هڅې روانې دي.
















