رویټرز راپور ورکړی چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د الکولو یوازینی رسمي پلورنځی، چې د دیپلوماتیکې سیمې دننه فعالیت کوي، د ځینو مهمو اقلامو له جدي کمښت سره مخ شوی دی.
د لیدونکو د معلوماتو له مخې، له بیر او شرابه نیولې تر تکیلا پورې د بېلابېلو توکو کمښت تر ډېره د سیمهییزو کړکېچونو، د ایران اړوند جګړې، او د بار وړلو د ځنډونو له امله رامنځته شوی.
دا پلورنځی، چې بېنومه او بېتابلو فعالیت کوي، په ۲۰۲۴ کال کې لومړی د غیرمسلمانو دیپلوماتانو لپاره پرانیستل شو، او وروسته یې خدمات یو شمېر نورو غیرمسلمانو بهرنیو اوسېدونکو ته هم وغځېدل.
که څه هم په سعودي عربستان کې د ۱۹۵۰مې لسیزې راهیسې د الکولو رسمي بندیز لا هم پر ځای دی، خو د دې ډول محدودو اسانتیاوو رامنځته کول د ریاض د هغو محتاطانه اصلاحاتو برخه بلل کېږي چې غواړي بهرني متخصصین او پانګهوال ځان ته جذب کړي.
راپورونه وایي چې اوس د پلورنځي ګڼ شمېر المارۍ تشې شوې او تر ډېره یوازې محدود یا لوړبیه برانډونه پاتې دي.
شنونکي وایي، دا وضعیت یوازې د یوه تجارتي کمښت موضوع نه ده، بلکې ښيي چې سیمهییز جیوپولیټیک کړکېچونه څنګه د سعودي پر اقتصادي پروژو، ټولنیزو اصلاحاتو او نړیوال تصویر مستقیم اغېز کولای شي.











