د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستيال قدرت الله جمال د بهرنيو ګرځندويانو سره پر مسلکي چلند او د افغانستان د «واقعي انځور» پر وړاندې کولو ټينګار کړی دی.
هغه دغه څرګندونې د ګرځندوی، زيارتي سفرونو، حج، عمرې او روغتيايي خدمتونو د اتحاديې کارکوونکو لپاره د درې ورځني روزنيز پروګرام په پای کې کړې دي.
قدرت الله جمال ويلي، افغانستان يو اسلامي، مېلمه پال هېواد دی او پراخ تاريخي او طبيعي ظرفيتونه لري.
هغه زياته کړې چې د وروستيو بدلونونو وروسته د ګرځندوی صنعت د پراختيا او د ګرځندوی او زيارتي شرکتونو د فعاليتونو د اسانتيا لپاره عملي ګامونه پورته شوي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ټينګار کړی چې د خدمتونو د معياري کولو او په دې برخه کې د فعالو شرکتونو د ستونزو د حل بهير دوام لري.
هغه ويلي، دغه وزارت به د ګرځندوی په برخه کې د قانوني او مسلکي فعاليتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
طالبانو په وروستيو کلونو کې هڅه کړې چې افغانستان د بهرنيو ګرځندويانو لپاره د يو خوندي او د ليدنې وړ هېواد په توګه معرفي کړي، خو نړيوال بنسټونه لا هم د امنيتي، ټولنيزو او بشري حقونو د وضعيت په اړه اندېښنې لري.














