د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي تایید کړې چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت وړاندیزونو ته د تهران په ځواب کې د ایران د اټومي دوسیې د تړلو موضوع نه ده مطرح شوې.
بقایي د دوشنبې په ورځ د ثور په ۲۱مه په خپلې اوونیزې خبري غونډه کې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت لومړیتوب په اوسنیو شرایطو کې «په ټولو جبهاتو کې د جګړې پای ته رسول» دي.
هغه زیاته کړه چې د ایران تمرکز د جګړو پر ختمولو، په ځانګړي ډول په لبنان کې، د فارس خلیج او هرمز تنګي د سمندري امنیت پر تامین او همداراز د هغه څه پر درولو دی چې نوموړي یې «د امریکا ناقانونه اقدامات او د سوداګریزو کښتیو پر وړاندې سمندري غلا» وبلله.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه دریځ «مسئولانه او معقول» وباله او ویې ویل: «په اوسني وضعیت کې باید لومړیتوبونه وپېژندل شي او د حل لپاره یې تمرکز وشي.»
بقایي همداراز ټینګار وکړ چې تهران په دې پړاو کې غوره ګڼي پر هغو عاجلو موضوعاتو تمرکز وکړي، نه پر هغو مسایلو چې د هغه په وینا «لږ تر لږه دوه ځله د جګړې لامل شوي دي.»
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن وړاندیزونو ته د ایران ځواب «په بشپړه توګه د منلو وړ نه» بللی دی.
بقایي د ټرمپ د دې دریځ په غبرګون کې ویلي: «زموږ لپاره د نورو رضایت مهم نه دی.»
د تهران او واشنګټن ترمنځ اختلافونه داسې مهال دوام لري چې د پاکستان په منځګړیتوب د دواړو خواوو غیرمستقیم مذاکرات لا هم روان دي.
راپورونه ښيي چې ایران په خپل ځواب کې د جګړې د تضمین شوې پای، د بندیزونو د لغوه کېدو، د سمندري محدودیتونو د لرې کولو او د کنګل شوو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
کارپوهان وایي، د اټومي دوسیې پر ځای د تهران تمرکز پر امنیتي او سیمهییزو موضوعاتو ښيي چې ایران هڅه کوي د مذاکراتو محور له اټومي پروګرام څخه د منځني ختیځ روانو امنیتي او نظامي بحرانونو ته واړوي.














