په ننګرهار ولایت کې درې تنکي ځوانان د اوبو لوبو او لامبو پر مهال په یوه سیند کې ډوب شوي چې له امله یې د دوو جسدونه موندل شوي او د درېیم د موندلو هڅې لا هم دوام لري.
د طالبانو د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدطیب حماد ویلي چې دغه پېښه د جمعې ورځې له غرمې وروسته د بهسود پله ته نږدې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، درې واړه تنکي ځوانان له خپلو ملګرو سره د اوبو لوبو لپاره سیمې ته تللي وو، خو د لامبو پر مهال د سیند په ژورو اوبو کې ډوب شول.
چارواکي وایي قربانیان ۱۳، ۱۵ او ۱۷ کلن وو. د دوو تنو جسدونه له اوبو راایستل شوي او کورنیو ته سپارل شوي، خو د درېیم تن د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي.
دغه پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ډوبېدو پېښې زیاتې شوې دي. په تېرو ورځو کې هم په دایکنډي، پنجشېر، پکتیکا، غزني او خوست ولایتونو کې ورته پېښې ثبت شوې وې.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، د غبرګولي میاشتې له پیل راهیسې لږ تر لږه شل کسان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ډوبېدو په پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کارپوهان وایي د دوبي له پیل سره ګڼ شمېر ماشومان او ځوانان سیندونو، بندونو او اوبو لګولو کانالونو ته د لامبو لپاره ورځي، خو په ډېرو سیمو کې د خوندي تفریحي مرکزونو او معیاري لامبو حوضونو نشتوالی د مرګونو پېښو خطر زیاتوي.
د هغوی په باور، د ژغورنې د وسایلو کمښت، د اوبو د ژوروالي په اړه د پوهاوي نشتوالی او د خوندیتوب د تدابیرو کمزوري عملي کېدل د دې ډول پېښو مهم لاملونه دي.
د ننګرهار وروستۍ غمیزه یو ځل بیا د ماشومانو او ځوانانو د خوندیتوب، د عامه پوهاوي د پروګرامونو او د خوندي تفریحي ځایونو د رامنځته کولو اړتیا را برسېره کړې ده؛ هغه اړتیا چې د دوبي په موسم کې د ورته مرګونو پېښو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري.














