د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کې د افغانستان د شمال او شمال ختیځو ولایتونو له والیانو، دیني عالمانو او قضایي چارواکو سره په لیدنه کې د دې ډلې د فرمانونو پر عملي کېدو، د ټولنیز یووالي پر پیاوړتیا، د شریعت پر تطبیق او د عمومي بخښنې پر ترویج ټینګار کړی دی.
د طالبانو د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، هبت الله اخندزاده ویلي چې د عمومي بخښنې د فرمان موخه د غچ اخیستنې مخنیوی، د پخوانیو دښمنیو پای ته رسول او په هېواد کې د سولې او امنیت ټینګښت دی.
هغه له دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه ییزو مسؤلانو غوښتي چې خلک متقابل بخښنې، د اختلافونو سوله ییز حل او د پخوانیو شخړو پای ته رسولو ته وهڅوي.
د طالبانو مشر ویلي چې که د زړو دښمنیو لړۍ ونه درېږي، راتلونکي نسلونه به هم د تاوتریخوالي او غچ اخیستنې له دوام سره مخ شي.
د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي چې په دې غونډه کې د شمال او شمال ختیځو ولایتونو والیانو، د علماوو شوراګانو مشرانو، د استیناف محکمو مسؤلانو او یو شمېر دیني او قضایي چارواکو ګډون کړی و.
په غونډه کې د کندهار د علماوو شورا غړي، د طالبانو د سترې محکمې پوځي مرستیال، د مرکزي دارالافتاء مسؤلان او نور لوړپوړي دیني شخصیتونه هم حاضر وو.
هبت الله اخندزاده په خپلو خبرو کې سیمه ییز چارواکي تقوا، عاجزي، د خلکو سره عادلانه چلند او د طالبانو د پالیسیو عملي کولو ته وهڅول.
هغه ټینګار وکړ چې مسؤلان باید لومړی خپله د طالبانو فرمانونو ته ژمن پاتې شي او وروسته یې خلکو ته تشریح او عملي کړي.
د طالبانو مشر همدارنګه د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» د پالیسۍ پر پلي کېدو، په فقهي غونډو کې پر ګډون، د دیني عالمانو او ولس ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د خلکو د دیني پوهاوي پر لوړولو ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، هبت الله د سیمه ییزو مسؤلانو له فعالیتونو رضایت څرګند کړی او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې د اداري غفلت مخه ونیسي، د خلکو خیر وغواړي او ټولنیز یووالی وساتي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو یو ځل بیا له هبت الله اخندزاده سره خپله بیعت تازه کړې ده.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبان د خپلو اداري، مذهبي او قضایي جوړښتونو د پیاوړتیا هڅه کوي، خو په ورته وخت کې د بشري حقونو، د ښځو پر حقونو د محدودیتونو، مدني ازادیو او د حکومتولۍ د څرنګوالي په اړه له پراخو نړیوالو او کورنیو نیوکو سره هم مخ دي.
سره له دغو نیوکو، د طالبانو مشرتابه لا هم د خپلو فرمانونو او پالیسیو پر بشپړ تطبیق ټینګار کوي او دا ډول غونډې د خپل اداري جوړښت د څارنې او همغږۍ یوه برخه بولي.
د دې غونډې مهم پیغام د طالبانو د داخلي یووالي، د رهبرۍ د اطاعت او د دې ډلې د پالیسۍ د یو شان عملي کېدو پر اړتیا راڅرخي؛ هغه موضوع چې د سیاسي او نړیوالو فشارونو په اوسني وضعیت کې د طالبانو لپاره ځانګړی اهمیت لري.














