په داسې حال کې چې د ایران او امریکا لوړپوړي چارواکي په پاکستان کې د مذاکراتو لپاره راټول شوي، پاپ لئو د جګړې د پای غوښتنه کړې ده.
هغه د واتیکان په سنپیترو کلیسا کې په یوه ځانګړي دعايي مراسمو کې نړیوالو مشرانو ته وویل: «ودرېږئ، د سولې وخت را رسېدلی دی.»
پاپ ټینګار وکړ چې د وسلو د پلان جوړولو پر ځای باید د خبرو او منځګړیتوب لارې غوره شي.
هغه همداراز د جګړو د توجیه لپاره د دیني مفاهیمو کارول وغندل او دا یې «د خدای نوم د مرګ له سیاست سره تړل» وبلل.
پاپ لئو د ۲۰۰۳ کال د عراق جګړې ته په اشارې سره وویل چې جګړې د بشري ټولنې ثبات له منځه وړي او زیاته یې کړه چې د پیسو او قدرت «بتپرستي» باید پای ته ورسېږي.
د شنونکو په باور، دا څرګندونې کولای شي د اسلامآباد پر روانو مذاکراتو اخلاقي فشار زیات کړي.














