نن د غبرګولي اتمه د پښتو ژبې ملي ورځ ده؛ هغه ورځ چې لیکوالان، شاعران او فرهنګي فعالان یې د افغانستان د دوو رسمي ژبو له ډلې د یوې او د سیمې د مهمو ژبو په توګه لمانځي.
کلونه وړاندې د افغانستان یو شمېر فرهنګي فعالانو په کابل کې په یوې غونډه کې د غبرګولي اتمه د پښتو ژبې د ملي ورځې په نوم ونوموله. له هغه وخته راهیسې دا ورځ هر کال د هېواد دننه او بهر په بېلابېلو فرهنګي محفلونو کې نمانځل کېږي.
د افغانستان د پخواني اساسي قانون له مخې، پښتو د دري (فارسي) ژبې ترڅنګ د هېواد رسمي ژبه ده. دا ژبه په افغانستان او پاکستان کې میلیونونه ویونکي لري او د سیمې له مهمو ژبو څخه شمېرل کېږي.
پښتو د هندواروپايي ژبو له کورنۍ څخه ده او د تاریخ په اوږدو کې یې له فارسي ژبې سره پراخ ادبي او فرهنګي اړیکې لرلې دي.
د خوشحال خان خټک، رحمان بابا او حمزه شینواري په څېر د شاعرانو آثار د پښتو ژبې د ادبي میراث له مهمو خزانو څخه ګڼل کېږي او د دې ژبې په وده او بډاینه کې یې مهم رول لوبولی دی.
په ورته وخت کې، یو شمېر فرهنګي فعالان باور لري چې په وروستیو کلونو کې د پښتو ژبې د تعلیمي، فرهنګي او ادبي پراختیا لپاره کافي اقدامات نه دي شوي.
دوی د ادبي آثارو د تولید ملاتړ، د فرهنګي پروګرامونو پراختیا او د پښتو ژبې د زدهکړې د پیاوړتیا غوښتنه کوي.
ځینې فرهنګي څېرې هم اندېښنه څرګندوي چې د پښتو ژبې یو شمېر اصیل لغاتونه ورو ورو کمرنګه کېږي او پر ځای یې پردي او ناپېژندل شوي لغاتونه کارول کېږي.
د دوی په باور، د ژبې اصالت ساتل د فرهنګي هویت د ساتنې مهمه برخه ده او باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي.














